عايشه له خپلې لور نازنيني سره په کور کې ناسته وي چې پوليس ورځي. پولیس ورته وايي چې ستاسي کور د حکومت له خوا ضبط شوی او تاسې بايد ژر تر ژره دا کور خالي کړئ!
دا چې پولیسو ولې د عايشې کور سرکاري کړ، اصل کيسه څه ده او وروسته به څه پېښه شي؟ دا به په ډرامه کې واورو چې زموږ همکار عبدالنافع همت چمتو کړې ده.