مجيد یوه بهرني هېواد ته د سفر نيت کوي، کله چې هوايي ډګر ته رسېږي، نو پولیس يې نيسي او له سفره يې راګرځوي.
دا چې اکبر ولې غوښتل چې کمال په پوډرو اخته کړي، اصل کيسه څه ده او وروسته به څه پېښه شي، دا به په ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت چمتو کړې ده.
بشیر په کور کې ناست وي چې د دروازې زنګ وهل کېږي، بشیر چې دروازه خلاصوي، نو ګوري چې د کور مخ ته پولیس ولاړ دي.
اجمل تل د چايو څښلو لپاره په ښار کې يوازې يوه سماوار ته ورځي او ان دا چې کور ته هم چای ځني وړي.
زينب د خپل زوی بشير لپاره يوه ښايسته نجلۍ خوښه کړې، خو کله چې دا خبره بشير ته وريادوي، نو بشير په قهر کېږي او وايي چې بيخي سپین ږيری کېږم خو له دې نجلۍ سره واده نه کوم.
نيمه شپه وي او کبیر لالا په خپل کور کې ويده وي چې د کور دروازه ټکېږي.
مېرمن درخانۍ اچار جوړوي، اچار يې ښه بازار لري، هره ورځ يې کور ته لسګونه خلک ورځي او اچار ځنې رانيسي.
د پولیسو قوماندان زمان خان ته معلومات رسېږي چې په فلاني ځای کې خورا ډېر نشهيي مواد زېرمه شوي دي، هغه دی چې قوماندان زمان خان د دې ...
دا چې ګلالۍ ته ولي نجونو پېغور ورکړی، اصل کیسه څه ده او وروسته به څه پېښه شي، دا به په ډرامه کې...
حاجي موسی خان په باغ کې ناست وي چې د هغه يو کاروباري شريک بشير راځي او د پولیسو لهخوا د دوو موټرو نشهيي موادو د نيولو خبر راوړي، خو موسی خان هېڅ نه خپه کېږي.
قوماندان بشير د کوکنارو د کښت پر ضد کمپاين پيل کړی او په يوه کلي کې کوکنار اړوي، دی وايي چې د کوکنارو يو ...
جواد ناروغ دی، په افغانستان کې دننه او بهرنیو هېوادونو کې څو ډاکټرانو ته ورغلی دی، خو درملنه يې نهده شوې.
نور راوښيه