د روسیې د امنیت شورا منشي نن دوشنبه په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل.
سیرګي شویګو او ورسره پلاوي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره وکتل.
احمدتکل کابل ته د شویګو په مشرۍ د روسي پلاوي د سفر په اړه د نړیوالو چارو د شنونکي غوث جانباز نظر پوښتلی دی.
جانباز په پیل کې د روسي پلاوي د سفر د اهدافو په اړه آزادۍ راډیو سره نظر شریک کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: