بهنام امیري د ایران د کرچ سیمې اصلي اوسېدونکی دی، نوموړی ادعا کوي چې ایراني پوځيانو افغانستان ته استولی دی، دا لومړی ایرانی وګړی نه دی چې له ایرانه ایستل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د ایران حکومت په نشه یې مواد روږدې ایراني وګړي هرات ولایت ته استولي دي.
۴۵ کلنه سمین دوه کاله کېږي چې په مخدره موادو روږدې شوې او هره ورځ هیروئین کاروي. هغه د پروان ولایت د مرکز چاریکار په زاړه ښار کې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. ویډیو: احمد هنایش ایډیټ: تمیم اخګر
د برهان په نوم په نشهيي توکو یوه روږدي کس خپل د نهو ورځو ماشوم په پنځوس زره کالدارې په بل چا پلورلی. ویډیو: شاهمحمود شینواری ایډیټ: تمیم اخګر
د دغې دوه کلنې پروژې په جريان کي به د ارزګان او هلمند تر څنګ د کندهار په ۹ ولسوالیو په شمول د انګورو او پستې باغونه او د زعفرانو ازمایښتي کښتونه وشي. چارواکي وایي چې د دې پروژې اساسي هدف د نشه يي توکو د کښتونو کمول او د کروندګرو اقتصاد ته وده ورکول دي. وېډیو او اېډیټ صادق رښتیني
مدني ټولنې د سرکس او تیاتر د جشنوارې په ترسره کولو سره په مخدره موادو روږدي کسان د نشې پرېښودو ته هڅوي. د کابل ښار د پول سوخته سیمه چې ډول ډول مخدره مواد پهکې کارول کېږي د څو ساعتونو لپاره د ساعت تېرولو پر ځای بدل شو. وېډیو ابراهیم صافی ایډیټ: نصرت پارسا
د بغلان پولیسو نېږدې ۴۰ کېلو ګرامه نشه یي توکي چې له بدخشان څخه کابل ته قاچاق کېدل له یو تن قاچاق وړونکي سره یو ځای نیولي. د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې وویل چې نیول شوي نشه یي توکي چې په یوه موټر کې په ډېر ماهرانه توګه ځای پر ځای شوي وو، ونیول ش
د ننګرهار د معتادینو په روغتون کې سل تنه روږدي ځوانان تر درملنې لاندې دي. دوی که پخوا په نشو فکر غلطولو خو اوس کله سپورټ او کله هم په موسیقۍ غواړي ځان مصروف وساتي او له نشو څخه لېرې پاتې شي. د معتادینو روغتون د مسؤلینو په وینا له دوی سره راجستر شوي معتادین تر پخوا ښه شوي او وخت ناوخته چې پر دوی د نش
د امید په نوم د فني او حرفوي مرکز نه ۳۰ تنه هغه کسان چې له دې وړاندې په مخدره موادو روږدي وو له درملنې او زده کړو وروسته د توپ مهر په نوم یو شرکت ته د کار لپاره معرفي شول. دغه مرکز په مخدره موادو هغه روږدو کسانو ته چې له دې وړاندې یې نشه یې توکي کارول او اوس له درملنې وروسته ښه شوي د بریښنا، موټر جو
په کندز کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت یو معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کندز سیمهییز چارواکي وایي، چې دغه لوبغالی د نړیوالو معیارونو په سټنډرډ سره د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول شوی چې په یوه وخت د ۳ زره نندارهچیانو د ځایېدو ظرفیت لري. ویډیو: اجمل ارین او ا
د بغلان پولیسو نېږدې ۴۰ کېلو ګرامه نشه یي توکي چې له بدخشان څخه کابل ته قاچاق کېدل له یو تن قاچاق وړونکي سره یو ځای نیولي.
د ننګرهار د معتادینو په روغتون کې سل تنه روږدي ځوانان تر درملنې لاندې دي. دوی که پخوا په نشو فکر غلطولو خو اوس کله سپورټ او کله هم په موسیقۍ غواړي ځان مصروف وساتي او له نشو څخه لېرې پاتې شي.
د ایس يا کرسټال نومې نشه يي توکي اوس د خېبر پښتونخوا نېږدې په هره سیمه کې کارول کېږي. دا نشه څومره خطرناکه ده، د نشه يانو ژوند او انجام یې څه وي؟ تفصيل د ځلاند يوسفزي په ويډيو کې وګورئ
نور راوښيه