د ازادي راډیو د یوه تحقیق له مخې د پلازمینې په ځینو سیمو کې په علني توګه د نشهيي توکي پیر او پلورل کېږي.
نهه کلن مسعود اوس د ښوونځي پر ځای د پوډرو نشې ته مخه کړې ده. هغه وايي په لومړي ځل د ښوونځي ټولګیوالو په زور سګرټ پرې وڅکول. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږي نه شتون د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عمده ننګونه بولي. که څه هم افغان حکومت افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د کموالي خبره کوي. ویدیو او ایدیت: تمیم اخگر
په نشه یي توکو روږدی عبدالبصیر وايي کله چې یې درد ډېر په تنګ کړي نو له ځان سره سندرې زمزمه کوي او ژاړي، نوموړی یوه لور او یو زوی لري خو اوس د هغوی له مینې لیري دی او ځان ورته مجرم ښکاري،که څه هم عبدالبصیر د نشې لپاره تیاری نیسي خو سپارښتنه یې داده چې ځوانان باید دنشو پرځای زده کړې وکړي.
د افغانستان د ملي المپیک کمیټې د نشه توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت هغه تداوي شوي ورزش کاران چې پخوا معتاد ول وستایل.د ځینو فدراسیونونو مسولینو په همدې مناسبت د معتادینو د تدواۍ په مرکز یو شمیر لوبې ترسره کړې. ویډیو او ایډیټ:ولي سباوون، الیاس صالح
تاج بیګم هغه هوټل دې، چې کارکوونکي یی یو شمیر هغه ځوانان دي، چې مخکې معتاد وو او اوس ژغورل شوي دي. تاج بیګم هوټل د لیلې حیدري لخوا، چې په رضاکارانه ډول د معتادو کسانو درملنه کوي جوړ شوې.