په کندهار کې څه باندې شل زره کیلو ګرامه مخدره مواد وسوځول شول
په دغو نشه یي توکو کې چې هیروئن، چرس او الکولي مشروبات په کې شامل دي د کندهار پولیسو په تېرو دریو کلونو کې کشف او ضبط کړي دي. د کندهار ولایت د مسوولینو په خبره د دغو پېښو عاملین چې شمېر یې له ۴۰۰ تنو اوړي هم نیولي دي. په دې اړه نور جزئیات د محمدصادق رښتینی په دغه ویډیويي راپور کې. ایډیټ: تمیم اخګر