د ازادي راډیو د زهرو کاروان په نوم دغه پروګرام کې د خبرونو، راپورونو، مرکو، ګردي مېزونو تر څنګ، د معتادينو او د هغوی د خپلوانو د خاطرو او ډرامو په بڼه د نشهيي موادو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال په اړه اورېدونکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د لویو لارو موټر چلوونکو ته د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په هدف د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی. د ازادي راډیو خبریال مرسلین ارسلا په دغه کمپاین وېډیوي راپور چمتو کړی. اېډېټ: ابراهیم صافی
په کندهار ولایت کې په نشهيي موادو د روږدو مېرمنو د درملنې تر څنګ دغو مېرمنو ته حرفوي زدهکړې هم ورکول کېږي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په همدې اړه وېډیويي راپور چمتو کړی دی. اېډېټ: ابراهیم صافی
امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې مخدره مواد وسوځول. نېږدې ۱۳ ټنه مختلف النوع مخدره مواد د امنیتي ځواکونو له لوري په هرات ولایت کې د یوه کال په اوږدو کې کشف او سوځول شول.
په کابل کې د یکشنبې په ورځ نږدې درې سوه په مخدره موادو روږدې د درملنې لپاره د امید کمپ ته ولیږدول شول. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایې چې په درې کلونو کې په مخدره موادو د روږدو شاه خوا پنځلس زره کسانو درملنه شوې ده. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی.
عزتالله په مخدره موادو روږدی دی. دی له ځوانانو غواړي چې زدهکړې وکړي او له مخدره موادو لیرې واوسي. عزتالله د خپل ژوند تېرو ښو یادونو ته ځورېږي او وایي چې مور او پلار او کورنۍ یې هم ورسره ځورېږي، خو له وسهیې څه برابر نهدي. وېډیو: ضیا الرحمن حسرت - اشنا راډیو
په دغو نشه یي توکو کې چې هیروئن، چرس او الکولي مشروبات په کې شامل دي د کندهار پولیسو په تېرو دریو کلونو کې کشف او ضبط کړي دي. د کندهار ولایت د مسوولینو په خبره د دغو پېښو عاملین چې شمېر یې له ۴۰۰ تنو اوړي هم نیولي دي. په دې اړه نور جزئیات د محمدصادق رښتینی په دغه ویډیويي راپور کې.
د دغه کمپاین په ترڅ کې تر دې دمه۵۵۰ تنه په مخدره موادو روږدي راټول شوي دي. په دې اړه نور معلومات په دغه ویډیویي راپور کې کتلای شئ ویډیو: عبادالله حنانزی ایډیټ: ابراهیم صافی
بهنام امیري د ایران د کرچ سیمې اصلي اوسېدونکی دی، نوموړی ادعا کوي چې ایراني پوځيانو افغانستان ته استولی دی، دا لومړی ایرانی وګړی نه دی چې له ایرانه ایستل کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د ایران حکومت په نشه یې مواد روږدې ایراني وګړي هرات ولایت ته استولي دي.
۴۵ کلنه سمین دوه کاله کېږي چې په مخدره موادو روږدې شوې او هره ورځ هیروئین کاروي. هغه د پروان ولایت د مرکز چاریکار په زاړه ښار کې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. ویډیو: احمد هنایش ایډیټ: تمیم اخګر
د برهان په نوم په نشهيي توکو یوه روږدي کس خپل د نهو ورځو ماشوم په پنځوس زره کالدارې په بل چا پلورلی. ویډیو: شاهمحمود شینواری ایډیټ: تمیم اخګر
د دغې دوه کلنې پروژې په جريان کي به د ارزګان او هلمند تر څنګ د کندهار په ۹ ولسوالیو په شمول د انګورو او پستې باغونه او د زعفرانو ازمایښتي کښتونه وشي. چارواکي وایي چې د دې پروژې اساسي هدف د نشه يي توکو د کښتونو کمول او د کروندګرو اقتصاد ته وده ورکول دي. وېډیو او اېډیټ صادق رښتیني
نور راوښيه