"حکومت باید د رخشانې د سنګسار عاملینو ته سزا ورکړي"
د انتقالي عدالت همغږې کونکې ډله او مدني فعالان خبرداری ورکوي که د سنګسار شوې رخشانې د پېښې عاملین سزا ونه ویني؛ خلک به په حکومت شته باور له لاسه ورکړي. د دې ډلې غړیو نن په یوه کنفرانس کې وویل چې په غور کې د دې۱۹کلنې نجلۍ د سنګسار قضیې وښوده چې په افغان ښځو څومره ناکردې لورول کیږي. اېډېټ:ولی سباوون