یوه افغانه نجلۍ هوسۍ رسولي په امریکا کې په خپلو رسامیو د افغانستان د ښځو وضعیت انځوروي. هغه وايي، په دې کار سره غواړي په ټولنه کې بدلون راولي. نوموړې وویل، هڅه کوي د افغان مېرمنو غږ نړیوالو ته ورسوي.
د باميانو له واورو ډکو غرونو کې په دې وروستيو کې د سکي سيالۍ شوي، خو د پخوانيو درېيو کلونو په څېر نجونو په کې ګډون نه درلود. طالبانو نجونې له ورزش منع کړي دي.
د هرات اوسېدونکې عایشه وايي، معلمه وه، خو اوس په نشهيي توکو اخته شوې ده. هغه له خپل مېړه او ماشومانو سره د هرات په سړکونو شپې او ورځې تېروي. نور په ویډیو کې:
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ثانوي او لوړو زدهکړو د نجونو او ښځو پر محرومیت سخته اندېښنه وښوده. هغه په نړیوال قانون کې د جنسیتي اپارټایډ د کلمې تدوین په تړاو وضاحت ورکړ. نور په ویډیو کې کتلی شئ:
طالبانو ښځې د زده کړو له حقه بې برخې کړي، خو زموږ تاریخ ښيي چې موږ پیاوړي او مقاومه یوو. حتی په خورا سختو شرایطو کې ښځې نهیلي شوي نه دي، له عقله یې کار اخیستی او د ښې راتلونکې لپاره یې هیله نه ده بایللې. ازادي راډیو د زده کړو د حق لپاره د ښځو د مبارزې ملاتړ کوي. د ښځو نړیواله ورځ دې مبارکه وي.
د مقتدرو ښځو د غورځنګ غړې او د ښځینه حقونو فعاله فوزیه وحدت وايي، د طالبانو د سختدریځه چلند او د مېرمنو د زنداني کېدو له کبله د معترضو مېرمنو لاریونونه پیکه شوي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو مخکې د طالبانو پر ضد د لاریونونو یوه غړه وه، ویلي، د معترضو ښځو فعالیت دوام لري او غږ به یې خاموشه نه شي.
په کندهار کې یوې ښځې په خپل شخصي لګښت د غالیو اوبدلو یوه کارخونه جوړه کړې ده. په دې کارخونه کې ښځو ته لومړی د غالیو اوبدل ورښودل کېږي او بیا همدلته ورته د کار زمینه هم برابرېږي. نور په ویډیو کې:
له زده کړو محرومو لسګونو نجونو زده کوونکو د خپګان کابو کولو لپاره د خیاطۍ زده کړې ته مخه کړې ده. کابل کې شاوخوا سل نجونې چې پخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکې وې، د خیاطۍ دې کارخونه کې په وړیا توګه خیاطي زده کوي. نور جزییات دې راپور کې:
کندهار کې یوه خصوصي ښوونځي ۳۰ بې سرپرستو او اړمنو نجونو او هلکانو ته د زدهکړې وړیا زمینه برابره کړې ده. اته کلنه عاصیه، چې پنځه کاله وړاندې یې خپل پلار د تېر حکومت د سرتېرو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې له لاسه ورکړی، د دې ښوونځي له ممتازو زده کوونکو څخه ده. نور په راپور کې:
د افغان ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو د کال په پوره کېدو سره، ګڼ شمېر ښځو حرفوي زده کړو او د لاسي صنایعو کاروبار ته مخه کړې ده. په ورته مهال تېره اوونۍ په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی و او ډېری هغو ښځو په کې ګډون کړی و چې په وروستیو کې یې دغو کاروبارونو ته مخه کړې ده.
په خوست کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په روغتون کې روغتیايي کارکوونکي د ولادت په وخت د میندو د مړینې د کچې د کمولو هڅې کوي. ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې پېښې په کې زیاتې دي.
لېمه هغه نجلۍ ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې له درس او زده کړو محرومه کړای شوې ده. هغه وايي، د خپلې کورنۍ د لګښت پوره کولو لپاره باید کار وکړي. خو د هغې په وینا، اوس چې د درس او زده کړو اجازه نه لري نو سرنوشت او راتلونکی یې روښانه نه دی.
نور راوښيه