پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د بې کارۍ زیاتوالي له کبله د هغو کورنیو ژوند ستونزمن کړی چې نفقه ګټونکې یې ښځې دي. یو شمېر دغه ښځې وايي، په دې ورځو کې د کور د لګښت برابرول خورا سخت شوي دي. نور په راپور کې:
په کابل کې د یوې خیاطۍ مسووله وايي، د دې د خیاطۍ ډېری کارګران هغه ښځې دي چې له زده کړو او رسمي کار منع شوي دي. د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیز، د فقر او بې وزلۍ زیاتوالی او له روان وضعیته روحي فشارونه د دې لامل شوي څو ښځې حرفه يي زده کړو ته مخه کړي. نور په راپور کې:
د دوه کلنې مریم مور او پلار ۲۰۲۱ م کال کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنې له امله ووژل شول. له چاودنې وروسته، هغه د امریکايي ځواکونو لخوا قطر ته ولېږدول شوه. اوس له ۱۸ میاشتو وروسته، هغه قطر کې خپلوانو ته وسپارل شوه.
ه کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د 'زده کړو، کار، ازادي' شعارونه ورکړل.
د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونیز کال له پیله د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. په دې راپور کې د دایکندي د دوو اوسېدونکو ژوند ته کتنه شوې چې فکر کوي خپلو هیلو ته له رسېدو محروم شوي دي.
په هرات کې د ښځو یو ځانګړی پلورنځی شته چې پلورونکي یې هم ښځې دي. نارینه وو ته اجازه نه شته چې دې پلورنځي ته لاړ شي. اوس چې د ښځو پر کار محدودیت لګول شوی، خو دې پلورنځي یو شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په کابل کې یوه ښځینه هنرمنده وايي، په تیاتر کې له کار تر منع کېدو وروسته له بې وزلۍ او سختې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان ده. آرزو وداع وویل، ۱۵کاله یې د ملي تلوېزیون د تیاتر برخه کې کار وکړ او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره بې کاره شوه چې اوسمهال خورا په بد اقتصادي وضعیت کې ده. نور په راپور کې:
۲۳ کلنه فرزانه چې اوس د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې په یوه کارخونه کې خیاطي کوي، وايي، نه غواړي چې د کلونو زیار یې ضایع شي. نور جزییات په دې راپور کې:
۴۵ کلنه نجیبه حسیني وایي، اوسني وضعیت کې بل کار نه ورته پیدا کېږي. نور جزییات په دې راپور کې:
په سږني ژمي کې د زیاتې واورې ورېدنې سره سره د سکي میدانونه خپل مخکېنی پرجوشه حالت نه لري چې یو لامل یې د بهرنیو سیلانیانو او نجونو نه ګډون بلل کېږي. په دې راپور کې هغه نجونو سره خبرې شوي چې همدا سپورټ یې کاوه او د طالبانو د بندیزونو وروسته د سکي له میدانونو منع شوي دي.
د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ! دا ورځ داسې مهال په نړیواله کچه ونمانځل شوه چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند په برخه کې په افغان ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. موږ په همدې پلمه د ښځو د حقونو فعالې وږمې سادات ته بلنه ورکړې ده.
د مارچ اتمه د ښځو لپاره د بریاوو ورځ ده، دا ورځ په نړۍ کې ځکه د ښځې د ورځې په نوم لمانځل کېږي چې په دې ورځ ښځو خپل یو شمېر حقونه ترلاسه کړي دي. نن موږ د دې ورځې د لمانځلو په پلمه د هغې زابلۍ پېغلې سره خبرې کوو چې خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې يې ډیر زحمتونه ګاللي دي.
نور راوښيه