په هرات کې یو شمېر نجونو د یکشنبې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید او له ۶ ټولګي پورته د نجونو د تړلو ښوونځيو په غبرګون کې لاریون وکړ.
د کابل لوېدیځ کې پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي دي. یوه هم د عظیمي کورنۍ ده. حسنیه عظیمي په پروني برید کې ووژل شوه.
نن په کابل کې د معترضو ښځو راټولېدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شو. دغو ښځو د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله مظاهره کړې وه. هممهاله یو شمېر نورو ښځو چې د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې راټولې شوې وې د "تعلیم زموږ حق دی" شعارونه ورکول.
یو شمېر افغان مېرمنو نن په کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ. دغو ښځو شعار ورکاوه چې “ایران راپورته شو او اوس زموږ وار دی.” د راپور پر بنسټ او هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسینو کې خپاره شوي دي ښکاري چې طالبان په هوایي ډزو سره هڅه کوي دغه ښځې سره وپاشي.
هره ورځ په لس هاوو ښځې او پېغلې نجونې د افسردهګۍ او رواني ناروغیو د درملنې په هدف د کاپیسا مرکزي روغتون ته ورځي. د دې روغتون د رواني صحت یوې مشاورې فروزان جمشیدي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د تېر په پرتلهیې د مراجعینو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او حتی زیاتره پېغلې نجونې ځان وژنه کوي.
فغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار د راتلونکې په اړه د فعالانو اندېښنې په زیاتېدو دي. په دې وېډیويي راپور کې په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر فعالانو څرګندونې راخیستل شوې دي.
د ښځینه بندیانو بلاک د کندهار په مرکزي محبس کې دی چې د یو شمېر معتادو مېرمنو په ګډون ۳۸ تنې زندانیانې لري. نور جزئیات په دې راپور کې.
د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د نګار قاتل نهدی پېژندل شوی. نګار هغه پولیسه مېرمن وه چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ووژل شوه.
د طالبانو په راتګ سره د فراه ولایت په دولتي ادارو او مدني فعالیتونو کې د مېرمنو حضور کمرنګه او د اندېښنې وړ دی. په فراه کې مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
نور راوښيه