د طالبانو په راتګ سره د فراه ولایت په دولتي ادارو او مدني فعالیتونو کې د مېرمنو حضور کمرنګه او د اندېښنې وړ دی. په فراه کې مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
په کندهار ولایت کې به ۹۰۰ کډوالې او کورنۍ بېځایه شوې ښځې خپل کارونه پیل کړي او د خپلو کورنیو مالي چارې به پر مخ یووړای شي. دا وروسته له هغه چې په دې ولایت کې کډوالو او داخلي بېځایه شویو مېرمنو ته بېلابېلې حرفوي زدهکړي ورکول شوي.
د بدخشان ولایت یو شمېر مېرمنو د څښاک اوبو او برېښنا نشتوالي په اعتراض کې خپل کالي د کوکچې سیند ته یوړل او هلتهیې ومینځل. دا اعتراض د فیضاباد د هغه اوسېدونکو په ملاتړ دی چې د والي د دفتر مخې تهیې لاریون په تاوتریخوالي واوښت.
سیمین او ستاره بلخ کې د یو خصوصي پوهنتون بنسټ ایښودونکې دي چې د وضعیت د لا خرابېدو او د سولې خبرو د جزئیاتو نهخپرولو اندېښمنې کړې دي. دغه مېرمنې چې د سلګونه خلکو لپاره په ځانګړې توګه د ښځو لپارهیې د زدهکړو زمینه مساعده کړې، د طالبانو بېرته راستنېدو او د ښځو حقونو لهمنځه تلو اندېښمنې کړې دي.
شغله کرزۍ په امریکا کې اوسي او په افغانستان کې يې د بې سرپرسته کوچنیانو لپاره یو روزنتون جوړ کړی دی. دې د خپل ژوند او هغو فعالیتونو په اړه یو کتاب هم لیکلی چې د دې روزنتون د جوړولو په لړ کې يې کړي. په څېرې پروګرام کې ملالۍ بشير له شغله کرزۍ سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
په فراه کې په لومړي ځل د والي د مرستیالې په توګه یوه مېرمن وټاکل شوه. د فراه ځایي چارواکي او ښځینه مدني فعالانې هیلهمنې دي چې د ځایي ادارې د یوې لوړپوړې چارواکې په توګه به دغه مېرمن د نجونو او مېرمنو د ستونزو حل ته په وخت ځان ورسوي.
نجيبه نور دلاوري په يو بېساري اقدام کې د جوزجان ولايت مرکز د شبرغان ښار په يوه حوزه کې د قوماندانې په توګه وټاکل شوه. د هغې پلار شپږ کاله وړاندې د وسلهوالو طالبانو غړی و، خو بیا یې دا ډله پرېښوده او اوس په کور دی.
« د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره باید تر خپله وسه هڅه وکړو.»
خوستۍ ښځه ولی د نارینه و جامې اغوندي؟
يوشمير دوی وايي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره به دوی له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ شي. دوی امريکا ته د کډوالۍ د ويزو غوښتونکي دي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير يې په ځواب کې څه وايي؟ په دې راپور کې يې ليدلی شئ
په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
نور راوښيه