سیمین او ستاره بلخ کې د یو خصوصي پوهنتون بنسټ ایښودونکې دي چې د وضعیت د لا خرابېدو او د سولې خبرو د جزئیاتو نهخپرولو اندېښمنې کړې دي. دغه مېرمنې چې د سلګونه خلکو لپاره په ځانګړې توګه د ښځو لپارهیې د زدهکړو زمینه مساعده کړې، د طالبانو بېرته راستنېدو او د ښځو حقونو لهمنځه تلو اندېښمنې کړې دي.
شغله کرزۍ په امریکا کې اوسي او په افغانستان کې يې د بې سرپرسته کوچنیانو لپاره یو روزنتون جوړ کړی دی. دې د خپل ژوند او هغو فعالیتونو په اړه یو کتاب هم لیکلی چې د دې روزنتون د جوړولو په لړ کې يې کړي. په څېرې پروګرام کې ملالۍ بشير له شغله کرزۍ سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
په فراه کې په لومړي ځل د والي د مرستیالې په توګه یوه مېرمن وټاکل شوه. د فراه ځایي چارواکي او ښځینه مدني فعالانې هیلهمنې دي چې د ځایي ادارې د یوې لوړپوړې چارواکې په توګه به دغه مېرمن د نجونو او مېرمنو د ستونزو حل ته په وخت ځان ورسوي.
نجيبه نور دلاوري په يو بېساري اقدام کې د جوزجان ولايت مرکز د شبرغان ښار په يوه حوزه کې د قوماندانې په توګه وټاکل شوه. د هغې پلار شپږ کاله وړاندې د وسلهوالو طالبانو غړی و، خو بیا یې دا ډله پرېښوده او اوس په کور دی.
« د افغان میرمنو د ملاتړ لپاره باید تر خپله وسه هڅه وکړو.»
خوستۍ ښځه ولی د نارینه و جامې اغوندي؟
يوشمير دوی وايي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره به دوی له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ شي. دوی امريکا ته د کډوالۍ د ويزو غوښتونکي دي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير يې په ځواب کې څه وايي؟ په دې راپور کې يې ليدلی شئ
په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
په خوست کې په لومړي ځل د والي د مرستیالې په توګه یوه مېرمن وټاکل شوه. د خوست ځایي چارواکي او ښځینه مدني فعالانې هیلهمنې دي چې د ځایي ادارې د یوې لوړپوړې چارواکې په توګه به دغه مېرمن د نجونو او مېرمنو د ستونزو حل ته په وخت ځان ورسوي. نور حال په دې وېډیویي راپور کې.
د عراق په بصرې ولایت کې یوشمېر ښځې چمتو شوي چې له ګواښونو سره سره د اوسیدو سیمې له ماینونو پاکې کړي. دغلته د ماین پاکانو نورې ډلې هم شته، خو اوس د لومړي ځل لپاره داسې یوه ډله دې چارې ته رزول شوې چې ټولې ښځې په کې دي. نور په دې وېډیو کې وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړی
د هغې ماشومې کورنۍ چې وايي، جنسي تېری پرې شوی دی د عدالت غوښتنه کوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې پېښې په اړه ویلي چې په کابل کې پر دې نهه کلنې ماشومې د جنسي تېري تورونه باید سمدستي وڅېړل شي. د دې سازمان موندنې ښیي چې په ۲۰۲۰ کال کې د نجونو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۳۴ قضیې ثبت شوې دي.
نور راوښيه