پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په لاکونو خلک پاکستان او نورو هیوادنو ته کډوال شو. په دوی کې ګڼ سندرغاړي او نور هنرمندان هم شامل وو. نومیالی سندرغاړی بریالی ولي هم له دې هنرمندان دی چې اوسهمال په پاکستان کې مېشت او د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دی.
د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
د افغان کډوالو د اخراج پرمهال، داسې میرمنې هم شته چې په لار کې یې له اسانتیا پرته ماشومان زیږولي په خیبرپښتونخوا کې دوو چاودنو ۴ تنه وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي دي. په بدخشان کې څه باندې یو لک کسان د سرو زرو په کانونو کې په کار بوخت دي. افغانستان په نړیوال شل جام کې متحده عربي امارات مات کړ.
د کاناډا په تورنتو ښار کې په زرهاوو ایرانیان سړکونو ته راوتي او د اعتراض غږ پورته کوي. پولیسو د دې کسانو شمیر۱۵۰ زره اعلان کړی. په لاس نجلس کې په سلهاوو ایرانیان راټول شوي دي.
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه ۲۶ سلواغه
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه ۲۵ سلواغه
د آزادۍ راډیو سهارنۍ خبري مجله، شنبې د سلواغې ۲۵مه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغان طالبانو بندیزونه تمدید کړل. د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ایران ته ګواښ کړی. څه باندې ۱۵۰ افغان سندرغاړو د پیښور عالي محکمې ته عریضه کړې، چې له پاکستانه د دوی د ایستلو مخه ونیسي. او د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده.
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
د ناټو سرمنشي مارک روټه وایي، متحده ایالتونو او اروپایي ټولنې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره پر روسیې هر ډول فشارونه اچولي دي. نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته وکړې.
د ازادۍ راډیو سهارنۍ خبري مجله، پنجشنبې د سلواغې ۲۳مه
ایرانیانو د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د کلیزې په ورځ په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد شعارونه ورکړل، چې دا د دولت له لوري تنظیم شوو رسمي مراسمو ته غبرګون وو. د ماښام له تیارې سره " مړدې وي دیکتاتور" او " مړدې وي خامنه یي" شعارونه اورېدل کېدل.
نور راوښيه