د بریټانیا صدراعظم اعلان وکړ چې له خپلې دندې استعفی کوي
د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له خپلې دندې استعفی ورکوي. هغه وویل د کارګر ګوند له خوا د ده د ځای ناستي تر اعلانه پورې به خپله دنده مخته وړي. نږدې دوه کاله مخکې ستارمر ټاکنې په لوی اکثریت ګټلې وې. د راپورونو په اساس د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې اېوېټ کوپر سربېره د بریټانیا د پارلمان د کارګر ګوند څه باندې ۱۰۰ غړو د سټارمر د استعفی غوښتنه کړې وه. د سټارمر د استعفی بل لامل تېره مې میاشت په محلي ټاکنو کې د کارګر ګوند کمزوري نتایج بلل کېږي.