په سویس کې د امریکا او ایران خبرې پيل شوې
سویس د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربته دی.
دا مذاکرات په داسې حال کې دي چې اسراییلو پر لبنان بریدونو ته دوام ورکړی او ایران ګواښ کړی که چیرته دغه بریدونه دوام وکړي نو د هرمز تنګی به تړلي.
امریکايي چارواکي وايي، د مذاکراتو اجنډا د ایران اټومي پروګرام او په لبنان کې اوربند دی.
تمه ده د سویس مذاکرات وکولی شي په سیمه کې تاواتریخوالی راکم کړي.