په لومړي ځل له يو روبوټ سره د موسيقۍ د يوې ډلې ارکسټر جوړيږي، چې دې چارې د هنرمندانو اندېښنې هم راپارولي دي. دا ننداره پهدې وروستیو کې د سوېډن په مالمو کې ترسره شو.
د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ځانګړی پوښښ شېبه په شېبه له ازادي راډيو
د دې نندارتون جوړونکې مېرمنې وايي، هدف یې دا دی چې طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانو مېرمنو محدود شوی ژوند نړۍ ته وښيي. کیانا هایري او میلیسا کورنېټ په افغانستان کې ۷ میاشتې تېرې کړي او په ۷ ولایتونو کې یې نږدې ۱۰۰ افغانو مېرمنو سره خبرې کړي او د هغوی انځورونه یې اخیستي دي.
د ازادې اروپا راډیو/ ازادۍ راډیو په آذربایجان کې د خپل خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
محمدحسن له ۳۳ کلونو راهيسې له اوسپنې د بخاريو او سماوارونو په جوړېدو سره د خپلې ګورنۍ لګښتونه پوره کوي. دا حلبي ساز وايي، کابل کې د ژمي په رانږدې کېدو سره که څه هم د پخوا په پرتله يې پېر او پلور ډېر شوی، خو يوشمېر کورنۍ د بېوزلۍ له امله د بخاريو د اخيستو وس نهلري.
د اسیا د اتلولۍ له جام سره د افغان ابدالیانو را ستنېدل
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو لهخوا د ښځو پر فعالیتونو او ټولنیز حضور سخت بندیزونه لګول شوي دي. ښځې د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرۍ د ودې لپاره ښه فرصت ګڼي.
په داسې ټاکنو کې چې سره نږدې روانې وي، او ان که محکمې ته هم یوړل شي، د رسمي رایو شمیرل کیدای شي څو اوونۍ یا له هغه ډېر وخت ونیسي. د پوستې له لارې رایه هم د ټاکنو په ورځ او تر هغه وروسته په مخکښو کاندیدانو اغېز لري. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د مشهور سوک وهونکي محمد علي کلي مېرمن خليله کماچو کلي وايي، غواړي په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ځانګړی لوبغالی جوړ کړي. نوموړې دغه خبرې نن په کابل کې له ډېرو جزییاتو پرته د طالبانو د حکومت د بدنې روزنې او ورزش ریاست له تخنیکي او مسلکي مرستیال احمدجان ځدراڼ سره په کتنه کې وکړې.
د سونتوکو او خوراکي توکو يوشمېر پلورونکي وايي، د ژمي په رانږدې کېدو د يادو توکو بيې لوړې شوي دي. د کابل يوشمېر اوسېدونکي هم وايي، د کمزوري اقتصادي وضعيت له امله ژمي ته د اړتيا وړ توکي نهشي پېرلی.
محمد اکبر چې له خځلځايونو پلاستيکونه راټولوي، وايي د خپلې کورنۍ ورځني لګښتونه له همدې درکه پيدا کوي. هغه وايي: "د غريبۍ لپاره هرات ولايت ته راغلی يم." د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته چې بېوزلي او بېکاري ډېره شوې، د ډېری افغانانو ژوند يې اغېزمن کړی.
دا خبر د فرانسې خبري اژانس ورکړی، چې تر اوسه پهدې اړه نور جزیات نهدي خپاره شوي. د اسراییلو پوځ نن سهار د (اکټوبر ۲۶مه) د ایران پر یوشمېر پوځي اهدافو ځوابي هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه وروسته له هغې دي، چې ایران تېره میاشت په لسګونه بالستیک توغندي پر اسراییلو توغولي وو.
نور راوښيه