د ورځې مهم خبرونه
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
په چک جمهوریت کې احتمالي " ترهګریزه" پیښه یوه ډله مخ پټو کسانو په چک جمهوریت کې د وسلو هغې کارخونې ته اور اچولی چې د راپورونو له مخې د اسراییلو د بې پيلوټه الوتکو په جوړولو کې یې همکاري کوله. پیښه د شپې په مخه شوی چې د چارواکو په وینا چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی. نور په دې ویډیو کې وګوری:
د نن ورځي خبري ټولګه
د ابن سینا روغتون مخې ته خلک په قطار کې ولاړ وو ترڅو دخپلو عزیزانو دمرګ یا ژوند خبر ترلاسه کړي. د سه شنبې په شپه کابل باندې د پاکستاني الوتکو برید کې دمعتادینو د درملنې یو روغتون ولګیده چې سلهاوو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
طالب چارواکو وویل چې دلته خاورو ته سپارل شوي یو شمیر خلک نا پیژندل شوي یا په بشپړ ډول سوځیدلي دي.
کابل کې د پاکستان د مرګوني برید ټپيان لا هم په بېلابیلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. دوی وایي چې پاکستاني الوتکو د روږدو د درملنې پر روغتون باندې برید سره، مستقیم ملکي هدف په نښه کړی دی. دوی د برید د مهال سترګو لیدلی حال بیان کړی دی، کیسې یې لاندې ویډیو کې وګوری:
نور راوښيه