د خوست یو شمېر اوسېدونکي چې د دې وچې میوې کاروبار کوي وايي، حاصل یې ښه دی خو په کور دنننه یې بیې تيټې دي.
یو خطاط او انځورګر ځوان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د فراه ښار په دیوالونو لسګونه د سولې پیغامونه لیکلي دي.
افغان فعالې نرګس ترکې د هندوستان (iwomen Global Awards) نړېوالۍ ټولنې د ۲۰۲۰ کال جایزه ترلاسه کوي. دا جایزه د نړۍ ۱۲ غوره، فعالو او مبارزو مېرمنو ته ورکول شوې. نرګس ترکې په افغانستان کې د ښځو زده کړو او روغتیا په برخه کې کار کوي. له دې سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.
د دوشنبې په ورځ د اګسټ په لسمه نېټه د بیلاروس د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دوهمې ورځې لپاره پراخو لاریونونو دوام وکړ چې لاریونوال او پولیس سره ونښتل.
په څېرې پروګرام کې دا ځل ملالۍ بشیر له مینه نیکمل سره خبرې کړي. بشپړه پروګرام دلته وګورئ.
په هرات ولایت کې پر یو شمېر لوحو لیکل شوي پيغامونو غبرګونونه راپارولي دي. پر دغو لوحو لیکلي: د ښځو بد حجابي د نارینه وو د بې غیرتۍ له کبله ده. د هرات د مدني فعالانو په باور په هرات ښار کې د لوحو د نصبولو تر شا هدف د اندېښنې وړ دی. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير ويډیوګرافي: شاهپور صابر
کابل کې د ژمي سوړوالي د سوالګرو او کارګرو ماشومانو ژوند سخت کړی. یو شمېر سوالګرو او کارګرو ماشومانو ازادي راډيو ته وویل چې د کمزوري اقتصاد له امله اړ دي د ژمي ساړه په ځان ومني او د کورنۍ نفقه برابره کړي. عکسونه: په کابل کې د ازادي راډیو خبریاله فېروزه عزیزي
په افغانستان کې د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د جګړو د قربانیانو کورنۍ له حکومت غواړي چې جنګي مجرمین محاکمه کړي. شفیع کریمي د پلچرخي سیمې ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.
څېرې - له غوث الدین فروتن سره خبرې
۴۰ کاله وړاندې په همدې ورځ په ایران کې د اسلامي انقلاب ملاتړو محصلینو په تهران کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه او د سفارت کارکوونکي یې د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغمل کړل.
نور راوښيه