د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشره وايي: پر الیاس داعي په حمله کې د طالبانو د لاس لرلو احتمال تر هر چا زیات دی. ملالۍ بشير له پاتریشیا ګاسمن سره په دې ویډيو مرکه کې خبرې کړي. نور دلته وګورئ او شریک يې کړئ.
د سولې ولسي حرکت پرون د جمعې (د لړم ۱۶مه) په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت مخته له یو شمېر قومي مشرانو سره یو ځای ناسته درلوده، دوی له امریکا د سولې او اوربند غوښتنه کوله. د ازادي راډیو خبریاله هیلۍ اسد پرې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی:
د خوست یو شمېر اوسېدونکي چې د دې وچې میوې کاروبار کوي وايي، حاصل یې ښه دی خو په کور دنننه یې بیې تيټې دي.
یو خطاط او انځورګر ځوان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د فراه ښار په دیوالونو لسګونه د سولې پیغامونه لیکلي دي.
افغان فعالې نرګس ترکې د هندوستان (iwomen Global Awards) نړېوالۍ ټولنې د ۲۰۲۰ کال جایزه ترلاسه کوي. دا جایزه د نړۍ ۱۲ غوره، فعالو او مبارزو مېرمنو ته ورکول شوې. نرګس ترکې په افغانستان کې د ښځو زده کړو او روغتیا په برخه کې کار کوي. له دې سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.
د دوشنبې په ورځ د اګسټ په لسمه نېټه د بیلاروس د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د دوهمې ورځې لپاره پراخو لاریونونو دوام وکړ چې لاریونوال او پولیس سره ونښتل.
په څېرې پروګرام کې دا ځل ملالۍ بشیر له مینه نیکمل سره خبرې کړي. بشپړه پروګرام دلته وګورئ.
نور راوښيه