زیات نفوس د ګڼو کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.په افغاني ټولنه کې لا هم په قبیلوي شکل د زیاتو وګړو لرونکې کورنۍ شته چې ان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.
د پنجاب له مرکز لاهوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تلونکې يو اور ګاډي يو بل اور ګاډي سره ټکر کړی دی.
یوه ډله مډلې نجونې څادري د افغانستان د فرهنګ برخه نهګڼي، خو مډل هلکان وايي پګړۍ په افغانستان کې د جنګ ښکارندویه نهده. شفیع کریمي د دغو نجونو او هلکانو د مډلنګ نندارې ته تللی دی.
د دارلامان ماڼۍ به تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې پرانېستل شي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ادبیاتو لپاره ډېر کار نه دی شوی، په ځانګړي ډول د ماشوم له خوا ماشوم ته برخه یې بیخي خواره ده، خو داسې ماشومان شته چې په دې برخه کې ښه استعدادونه لري. راپور: اجمل تورمان ویډیو: ذکریا صفري او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
د افغان فلم د تأسیس د ۵۱مې کلیزې لمانځنه وشوه. د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي، په وروستیو اتلسو کلونو کې د فلم جوړونې پر صنعت انتقاد کوي. شفیع کریمې پهدې اړه نور تفصیل وړاندې کوي. ویډیو: شفیع کریمي ایډیټ: شفیع کریمي
لیدا حضوري هغه مېرمن ده چې د کابل په اسمان کې د «پاراګلادینګ» په مرسته یې ازادي تجربه کړه، خو اسمان ته الوتل یې له ستونزو خالې نهوو. شفیع کریمي دغو ورزشکارانو ته ورغلی چې د کابل د «ده سبز» څخه اسمان ته الوتنه کوي. ویډیو: تمیم اخګر او ذکریا صفري ایډيټ: تمیم اخګر
د بغلان ولایت د کیلهګي د سیمې یو شمېر اوسېدونکي خبرداری ورکوي، تر هغې چې دوی ته برښنا ورنهکړل شي، دوی به پر خپلو ځمکو د برښنا د پایو نصب کولو ته اجازه ورنهکړي. د دوی په وینا حکومت د دغو ځمکو د استملاک پیسې هم تر اوسه نهدي ورکړي. ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډيټ: تمیم اخګر
په کندهار کې ۲۸۰ مېرمنې د غالۍ په اوبدلو بوختې دي. دوی وایي، تولید يې د سیمې په کچه دی او د پلور لپاره یې مناسب بازار لاهم نه دی پېدا شوی.
د کابل ښار په ډېرو کمو سیمو کې ښايي «ټابېلټ کا» چې نشه راوړنکي تابلېټ دي، پيدا نه شي. استفاده کوونکي يې وايي، په یوه ټیلیفون کولو سره کېدای شي پلورونکي دا ټابلېټ د کور تر مخه درته راوړي، نور جزئیات د تمیم اخګر په دې ویډيويي راپور کې. ویډيو: شفیع کریمي او ذکریا صفري
په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو له زندانونو راخوشې شوي زندانیان وایي، د بند په موده کې سختې شکنجې ورکول شوي دي. دا پهداسې حال کې ده چې نن د جون ۲۶ مه د شکنجه شویو څخه د ملاتړ نړیواله ورځ ده. ویډیو: لېمه هادي او شریف الله شرافت ایډيټ:لېمه هادي
په پاریس کې د «کابل کچن» په نوم یو رسټورانټ خلاص شوی چې چلوونکي یې دوه افغان کډوال او یوه فرانسوۍ ښځه دي. پهدغه رسټورانټ کې بېلابېل افغان خواړه پخېږي چې پیرودنکي یې ډېر خوندور بولي. د ګټې یو څه برخه له کډوالو سره پر مرسته هم لګېږي.
نور راوښيه