په پاریس کې د «کابل کچن» په نوم یو رسټورانټ خلاص شوی چې چلوونکي یې دوه افغان کډوال او یوه فرانسوۍ ښځه دي. پهدغه رسټورانټ کې بېلابېل افغان خواړه پخېږي چې پیرودنکي یې ډېر خوندور بولي. د ګټې یو څه برخه له کډوالو سره پر مرسته هم لګېږي.
يو شمېر افغان سياستوال د يوې څېړنيزې ادارې لهخوا پر افغان سولې د خبرو لپاره د جون پر ۲۲مه پاکستان ته تللي وو.
د ازادي راډیو خبریال واصل وصال د کرکټ لوبغالي ته تللی او له لوبې مخکې یې د افغانانو نظرونه او هيلې پوښتلي. وېډيو: واصل وصال اېډېټ: لېمه هادي
د هغو سروې پر اساس چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ترسره کړې د هېواد په هرو پنځو مېرمنو کې یوه یې کونډه ده چې شمېر یې له پنځو تر شپږو لکو پورې رسېږي. نن د جون ۲۳مه د ملګرو ملتونو لهخوا د کونډو د ورځې په نوم نومول شوې ده.
ملګرو ملتونو له ۲۰۱۴ میلادي کال را پهدېخوا د جون میاشتې ۲۱مه نېټه د یوګا د نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي په کابل کې د یوګا پر کلب دا ویډیويي راپور برابر کړی دی. ویډیو او ایډيټ: شفیع کریمي
له ۳۵ زرو ډېر ماشومان ښځې او نارینه په بدخشان ولایت کې په مخدره توکو روږدي دي. په بدخشان ولایت کې په مخدره توکو روږدې ښځې له حکومته د دوی د درملنې غوښتنه کوي. د ازادي راډیو خبریال نعمت الله احمدي د قیض اباد ښار یوې ځنډې ته تللی او د ځینو روږدو مېرمنو سره یې مرکه کړې ایډيټ: لېمه هادي
له ګاونډي هېوادونو کندهار ته د کډوالو کورنیو راتګ کې زياتوالی راغلی دی. عمر خوړلی کریم الله یو له دغه کډوالو څخه دی چې د پاکستان څخه کندهار ته راغلی او د ژوند سختې شپې سبا کوي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، له تېرو څلورو کلونو راهېسې ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت مرستیاله ډاکتر عالمه وایي، دوی هڅه کوي چې دا بهیر نورهم چټک کړي. له اغلې عالمې سره د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي د کډوالو د ستونزو په اړه مرکه کړې. ویډیو او اېډیت: ذکریا صفري
درې کلن بلال احمد د خپلې پنځه کلنې د عمه د لور سره کوژده وکړه. د بلال احمد د کورنۍ دغه پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له سخت غبرګون سره مخ شوه، خو د بلال احمد پلار وایي، د خپلې کورنۍ د خوښۍ لپاره يې دا کار کړی. ویډيو: صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي
د شمالي سالنګ لویه لاره چې تېرکال قېر ریزي شوې وه اوس د بېلابېلو لاملونو له امله بیا ځلي خامه او خرابه شوې ده. بشیر احمد غزالي پهدې ویډيویي راپور چمتو کړی. ایډيټ:لېمه هادي
په شبرغان ښار کې جوګیان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. جوګیان بېوزله قوم دی چې په سختو ستونزو کې ژوند کوي. د ازادی راډیو خبریال عالم رحمانیار په جوزجان ولایت کې د جوګیانو د ژوند په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی. ایډيټ: لېمه هادي
د مې ۱۴مه د مور له ورځې سره سمه ده. د ازادي رآډیو خبریال شفیع کریمي پهدغه راپور کې له یوې مور سره خبرې کړي چې په کابل ښاروالۍ کې کار کوي او د کور او د ماشومانو د زدهکړو لپاره خرڅ برابروي. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
نور راوښيه