د شمالي سالنګ لویه لاره چې تېرکال قېر ریزي شوې وه اوس د بېلابېلو لاملونو له امله بیا ځلي خامه او خرابه شوې ده. بشیر احمد غزالي پهدې ویډيویي راپور چمتو کړی. ایډيټ:لېمه هادي
په شبرغان ښار کې جوګیان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. جوګیان بېوزله قوم دی چې په سختو ستونزو کې ژوند کوي. د ازادی راډیو خبریال عالم رحمانیار په جوزجان ولایت کې د جوګیانو د ژوند په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی. ایډيټ: لېمه هادي
د مې ۱۴مه د مور له ورځې سره سمه ده. د ازادي رآډیو خبریال شفیع کریمي پهدغه راپور کې له یوې مور سره خبرې کړي چې په کابل ښاروالۍ کې کار کوي او د کور او د ماشومانو د زدهکړو لپاره خرڅ برابروي. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
د کابل د ترافیکو مدیریت او کابل ښاروالۍ په ګډه په کابل کې د ترافیکي اشارو نصبول پیل کړي دي او تر اوسه د ښار په یو شمېر واټونو کې دا کار شوی هم دی. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي د کابل ښار څو څلور لارو ته تللی او پهدې اړه دا ویډیوي راپور برابر کړی دی. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
د ازادي راډیو په ارشیف کې د یو شمېر نړیوالو رهبرانو او وزیرانو تاریخي عکسونه په لاندې انځوریز راپور کې کتلای شئ.
په کابل ښار کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ کابل ښاریان له يوې خونړۍ ورځې وروسته د کوچني اختر لمانځنه کوي. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي
د جوزا يولسمه نېټه د ماشوم ورځ ده. په افغانستان کې دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم ډېرى ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ او ښه ژوند نهلري. پهدې راپور کې د یو شمېر افغان ماشومانو د ژوند تر منځ توپيرونو ته تم شوي يو. ویډیو او ایډېت: لیمه هادي
د تنباکو استعمال ښايي د سرطان د مرګونې ناروغۍ لامل شي. نن د «تنباکو ته نه ووایئ» نړیواله ورځ ده او متخصص ډاکټران د زړه د اختلالاتاتو ، ړندېدو، د زړه د ضربان د زیاتوالي، د خولې، مرۍ، سږو او معدې د سرطانونو او همدا شان د کمخونۍ لامل د تنباکو استعمال ګڼي. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د کابل په عیدګاه جومات کې د افغانستان د دیني عالمان راټول شوي. دوی پر دیني عالمانو حملې غندي او له حکومت او طالبانو نه، د کمکي اختر په درېیو ورځو کې اوربند غواړي.
د افغانستان په یو شمېر ښوونځيو کې نجونې د زیان له وېرې د فولیک اسید ګولۍ نه خوري.
د شپږو ورځو په تېرېدو سره بیا هم د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر جنجالونه روان دي. په پام کې وه چې ولسي جرګه د پنجشنبې په ورځ د ګمارل شوي پلاوي پر پریکړه رایګیري وکړي، خو د جرګې د ځینو غړیو له مخالفت سره مخ شول. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي
د فراه ولایت په بڼونو دغه پتنګان چې شمېر یې میلیونونو ته رسېږي د دغه ولایت بزګران اندېښمن کړي. دا پهدې وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په میلیونو پتنګان له ایران څخه دغه ولایت ته راځي. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: لېمه هادي
نور راوښيه