د شپږو ورځو په تېرېدو سره بیا هم د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر جنجالونه روان دي. په پام کې وه چې ولسي جرګه د پنجشنبې په ورځ د ګمارل شوي پلاوي پر پریکړه رایګیري وکړي، خو د جرګې د ځینو غړیو له مخالفت سره مخ شول. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي
د فراه ولایت په بڼونو دغه پتنګان چې شمېر یې میلیونونو ته رسېږي د دغه ولایت بزګران اندېښمن کړي. دا پهدې وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په میلیونو پتنګان له ایران څخه دغه ولایت ته راځي. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: لېمه هادي
۶۵ کلنه مرضیه د لیک او لوست سره د لېوالتیا له امله اړ شوې چې د «خانه مهربان» د سواد زدهکړې مرکز ته راشي.
په فاریاب کې د ناامنیو له امله له ۲۳۰ زیاتې کورنۍ شبرغان ته بېځایه شوې دي. دا بېځایه شوې کورنۍ چې د فاریاب ولایت له دولتاباد ولسوالۍ څخه د شبرغان ښار ته راکډه شوې دي، د روژې سختې ورځې تېروي. وېډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: لېمه هادي
عبدالرحمن د سیمې خلکو څخه مرستې راټولوي او هغه کورنۍ چې له ناامنیو یا هم د سیلابونو څخه بېځایه شوي ډوډۍ پخوي ویډیو : اکرام کرم ایډيټ: لېمه هادي
اتلس کلن رفیع الله نن سهار نږدې نهه بجې د کابل پنصد فامیلیو سیمه کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. لېمه هادي پهدې اړه راپور برابر کړی.
د کندهار په جوماتونو کې هره ورځ د روژه مات لپاره دسترخوانونه هواریږي، د حضرت محمد مصطفی مسجد جامع یو له دغه جوماتونو څخه ده . په کندهار کې د ازادي رادیو خبریال صادق رښتیني د روژه مات د عکسونو دا ګالري برابره کړې.
د کابل د ترافیکو ریاست وايي، د موټر چلولو د جواز اخېستو لپاره د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده. د ازادي رادیو خبریال شفیع کریمي پهدې اړه یو ویډیوي راپور تیار کړی دی. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
د کابل د ولسي جرګې د معترضو کاندیدانو د اتحاد اعتراضونه د هودخېلو د سيمې د اوسېدونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شول. دوی نن د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مخې ته راټول شوي وو او د کابل حوزې د رأیو باطلېدلو غوښتنه یې درلودله. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د کابل په ښار کې د چهارشنبې د ورځې په حمله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم ورسیدل. د ازادي رایو خبریال شفیع کریمي، یوه ورځ وروسته د پېښې ځای ته تللی او د سیمې له څو هټۍ والو سره یې خبرې کړي دي. ویډیو: لیمه هادي تدوین: شفیع کریمي
په ارزګان کې د فوټبال فدارسیون مسؤلین وايي، دغه سیالۍ ۲۰ ورځنۍ دي او ۱۶ لوبډولو پهکې برخه اخېستې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي جرګې په پای کې وویل چې حکومت د ښه نیت له مخې ۱۷۵ طالب زندانیان ازادوي. د افغانستان مشورتي لویه جرګه د یو پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دغه جرګه کې د مهمو بحثونو په اړه تمیم اخګر ویډیويي راپور چمتو کړی چې رحمت الله افغان یې اوروي.
نور راوښيه