افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي جرګې په پای کې وویل چې حکومت د ښه نیت له مخې ۱۷۵ طالب زندانیان ازادوي. د افغانستان مشورتي لویه جرګه د یو پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دغه جرګه کې د مهمو بحثونو په اړه تمیم اخګر ویډیويي راپور چمتو کړی چې رحمت الله افغان یې اوروي.
په کندز ولایت کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو. دغه نندارتون د دوشنبې په ورځ پرانېستل شو چې دوه ورځې یې دوام درلود.
د بغلان ښځینه ژونالیستانې وايي، سره له دې چې مخالفتونه شته، خو هغه به کېږي چې خلک یې غواړي. د دغه ولایت د ښځینه ژورنالېستانو ټولنه وایي، د سولې مشورتي لویې جرګې ته خوشبینه دي چې کېدای شي مثبته پایلې ولري. ویډیو: لیمه هادي
هغه ورځ چې ۹ خبریالان او تصویر اخېستونکې پهکې په دوو پرلهپسې چاودنو کې د کابل د مکروریانو په سیمه کې او یو بل د خوست ولایت په پیښه کې ووژل شو.
هغه څوک چې پرون له لویې جرګې ایستل شوی و، نن یې دې جرګه کې ګډون وکړ. دا سړی وايي، د ولسمشر غني ځانګړو ساتونکو د لویې جرګې د تالار څخه ایستلی و.
د سیاسي مشرانو نشتون او د لویې جرګې تحریمول یو شمېر خلک یې بې باوره کړي دي. په دې اړه د ازادي راډیو خبریالې لېمه هادي پرې یو ویډیويي راپور برابر کړی دی.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی.
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، پاکستاني پوځ يې د ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن تار غځولی دی.
غزنی چې ډېری وخت ورڅخه د جګړو او وینو تویولو عکسونه، خبرونه او ویډیوګانې راځي، خو دا ځل پهدغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر د ښار له بېلابېلو ځایونو څخه د غوټیو او نوو ټوکېدلو ګلونو د عکسونو یو البوم تیار کړی دی چې دلته یې کتلی شئ.
په کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پیوند مدني ټولنې لهخوا د خېبر لېسې، باور خصوصي ښوونځۍ او بایسکل ځغلونې فدراسیون په همکارۍ جوړه شوې وه.
د افغانستان پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له حملې یوه ورځ وروسته ازادي راډیو پر دغه وزارت دا ویډیوي راپور جوړ کړی چې په تصویرونو کې د مرکزي پوسته خانې د ودانۍ ځینې برخې ویجاړې ښکاري. شفیع کریمي دا ویډیوي راپور چمتو کړی چې رحمت الله افغان یې وړاندې کوي. ویډیو: شفیع کریمي تدوین: تمیم اخګر
د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو سلګونو دیني عالمان د پنجشنبې په ورځ د جلالاباد په ښار کې راټول شوي او له حکومت او طالبانو غواړي چې خپل عملیات وځنډوي او اوربند وکړي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا جلالاباد ښار ته تللی او دغه ویډیويي راپور یې پرې برابر کړی دی. د ویډیو تدوین: نصرت پارسا
نور راوښيه