دا هغه دکانداران دي چې په ۱۳۹۵ کال کې یې په اباسین ځدراڼ سوداګریز مارکېټ کې، دکانونه وسوځېدل. دغه اعتراض کوونکي د کابل ښاروال په بډو اخیستلو تورنوي او وایي چې دوی ته د خپلو دکانونو د بیاځلي جوړولو اجازه نه ورکوي او په خبره یې کاغذ پراني کوي.
په مصر کې څور ورځې وړاندې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات ترسره شو. پر دې مهال یوه په زړه پورې کیسه دا وه چې یوې مېرمنې خپل ناروغه مېړه د رأی اچولو لپاره په شا ور وړی وو. نور په دې ویډیو کې وګورئ:
په دبۍ کې د عیسوي مذهب ایسټر رسم لمانځلو لپاره ۲۰۰ کیلو ګرامه درنه هګۍ جوړه شوې ده. په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
ملالې یوسفزۍ په خپل کور کې یو څه وخت تېر کړی او بیا یې هلته له خپلو ملګرو او د ښوونځیو له ښوونکو سره هم ليده کاته کړي دي. نور تفصيل د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ
د ملالې یوسفزۍ یو خپل فریدالحق وايي، ملاله چې خپل کور ته ننوته تر سترګو یې اوښکې راغلې او پلار یې د خپل کور غولی مچ کړئ. په دې اړه د فیاض ظفر ویډیو وګورئ:
د دغه نندارتون هدف په کندهار کې د بزګرو، صنعتکارانو او سوداګرو تر منځ د فاصلې کمول او د همږغۍ رامنځته کول وو. وېډیو صادق ریښتنی اېډیټ سباوون کاکړ
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ یوه سمسوره سیمه ده د ازادي راډیو خبریال نجیب الله الوخېل پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
دغې سیمې ته د کندز د اوسېدونکو تر څنګ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له خپل خپلوانو،ملګرو او کورنیو سره د مېله لپاره راځي. په دغه ویډیويي راپور کې اجمل ارین تاسو د ابدان دښتې مېلې ته بیایي ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
په دې وروستیو کې فراه ولایت هم د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کیږي. ددغه ولایت د کډوالو چارو رئیس وایي د وروستیو نا امنیو له امله ۲۶۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. نور حال د احمد شاه فطرت په دغه ویډیویي راپور کې. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: ابراهیم صافی
د ابدان ښکلې او سمسوره دښته د ۲۵ کیلومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت خلک همدارنګه د نېږدې ولایتونو ګڼ شمېر خلک د تفریح او مېله له پاره دغې دښتې راځي.
شاوخوا ۳۰ کاله پخوا د عراق د کردستان په حلبچه ښار کې د هغه وخت واکمن صدام حسین په حکم الوتکو د زهرجنو ګازو برید وکړ چې پکې زرګونه کسان ووژل او ژوبل شول. په اغېزمنو کې درې میاشتنی زمناکو محمد احمد هم و. د ازادۍ راديو د ملټي ميډيا څانګې سټووارټ ګریر د احمد کیسه غونډه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پنجشنبې په ورځ په بنو کې د پولیسو د هغو رپوټونو پرضد احتجاج کړی چې په ږوب، کلاسیف الله او کوټه کې د دوی پر ملګرو درج شوي دي. تفصیل یې په دې ویډیو کې وګورئ!
نور راوښيه