د دغه نندارتون هدف په کندهار کې د بزګرو، صنعتکارانو او سوداګرو تر منځ د فاصلې کمول او د همږغۍ رامنځته کول وو. وېډیو صادق ریښتنی اېډیټ سباوون کاکړ
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ یوه سمسوره سیمه ده د ازادي راډیو خبریال نجیب الله الوخېل پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
دغې سیمې ته د کندز د اوسېدونکو تر څنګ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له خپل خپلوانو،ملګرو او کورنیو سره د مېله لپاره راځي. په دغه ویډیويي راپور کې اجمل ارین تاسو د ابدان دښتې مېلې ته بیایي ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
په دې وروستیو کې فراه ولایت هم د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کیږي. ددغه ولایت د کډوالو چارو رئیس وایي د وروستیو نا امنیو له امله ۲۶۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي. نور حال د احمد شاه فطرت په دغه ویډیویي راپور کې. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: ابراهیم صافی
د ابدان ښکلې او سمسوره دښته د ۲۵ کیلومتره واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت خلک همدارنګه د نېږدې ولایتونو ګڼ شمېر خلک د تفریح او مېله له پاره دغې دښتې راځي.
شاوخوا ۳۰ کاله پخوا د عراق د کردستان په حلبچه ښار کې د هغه وخت واکمن صدام حسین په حکم الوتکو د زهرجنو ګازو برید وکړ چې پکې زرګونه کسان ووژل او ژوبل شول. په اغېزمنو کې درې میاشتنی زمناکو محمد احمد هم و. د ازادۍ راديو د ملټي ميډيا څانګې سټووارټ ګریر د احمد کیسه غونډه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پنجشنبې په ورځ په بنو کې د پولیسو د هغو رپوټونو پرضد احتجاج کړی چې په ږوب، کلاسیف الله او کوټه کې د دوی پر ملګرو درج شوي دي. تفصیل یې په دې ویډیو کې وګورئ!
دولس کلنه نورزیه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ ده. شپږ میاشتې مخکې د کلي مخامخ یوه غونډۍ کې د بم په چاودنه يې دواړه پښې پرې شوې. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ:
د خېبر پښتونخوا په سوات کې دوه ماشومان پیدا شوي چې تنې یو ځای او سرونه یې جلا دي. د ماشومانو پلار وايي، له ډېرې مودې وروسته ورته خدای اولادونه ورکړي او خوشحاله دی. په دې اړه دغه ویډیويي رپورټ وګورئ:
جاپانۍ ټکنالوژۍ د روسیې په سخته یخني کې تازه بادرنګ راوټوکول
ډایکندي ولایت په تصویرونو کې څه ډول معلومېږي. سرزمینم ګل بادام په نندارتون کې د لېرې پروت ولایت ډایکندي تصویرنه د مینه والو له پاره ننداې ته وړاندې شول. که غواړئ تاسو هم د یاد ولایت تصویرنه ووینئ راپور وګورئ. ویډیو او ایډیټ: سباوون کاکړ
د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي،د افغان مېرمنو په ژوند کې په تېرو اوولسو کلونو کې مثبت بدلون راغلی دی. په دې اړه نور په دغه وېډیو کې کتلئ شئ.
نور راوښيه