په روان کال کې له بادغیس، غور او فاریاب څخه شاوخوا ۲۰ زره کډوال د وچکالۍ له امله هرات ته را بېځایه شوي دي. په هرات ولایت کې د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر پر بې ځایه شوېو کډوالو دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یووالي په نوم پیل شوې ۱۸ ورځنۍ سیالۍ د روښان ټيم په بریا تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې یې نوي کسان یوازې د انساني قاچاق په تور نیولي دي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د تېرو کلونو په پرتله په دې هېواد کې انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه زیات شوي دي وېډیو او اېډېټ:ابراهیم صافی
د ازادي راډیو خبریال محمد صادق رښتیني د کندهار ښار او عینو مېنې بېلابېل عکسونه رالېږلي او هم یې په د دې ښار ورځنی ژوند انځوریز کړی دی.
د افغانستان په شمال شبرغان کې د «جنګل باغ» په نوم یو زړه راښکونکی دولتي بڼ ۷۰ کلن لرغونتوب لري. دا باغ اوس د اوبو له کمښت سره مخ دی.
مولانا جلالالدین محمد بلخي چې مولوي رومي او د بلخ په خداوندګار هم مشهور دی، په ۵۸۶ هجري کال کې په بلخ کې زېږېدلی دی. مولوي څه باندې ۷ پېړۍ وړاندې د ترکیه په قونیې ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی. وېډیو: مجیبالرحمن حبیبزی اېډېټ: ابراهیم صافی
د فاریاب ولایت اندخوې او قرغان ولسوالۍ چې د دغه ولایت له امنو ولسوالیو شمېرل کېدې اوس یې اوسېدونکي نورو امنو سیمو ته کډه کوي ویډیو: اکرام کرم ایډیټ: لېمه هادي
د سولې د پلي د دغه کاروان غړو چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته ورسېدل.
د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري د کونړ پر اسعد اباد دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د بامیان ولایت د ځینو سیمو انځورونه له سیمې د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
یو شمېر مدني فعالانو، د سیاسي ګوندونو استازو او د کابل ښار اوسېدونکو د شهرنو په پارک کې د یوې غونډې له لارې د انتخاباتي کمېسیونونو لهخوا د رأیو شمېرنې په شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل له بایومټریک پرته رأیې باید باطلې اعلان شي.
د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ د مهاجرینو کمپ ته د فاریاب او سرپل ولایت د نا امنۍ او جګړو له امله بېځایه شوي کسان وايي، نه د خوړولو لپاره څه لري او نه د اوسېدو مناسب ځای لري. ویدیو: مجیب الرحمن حبیب زی ایډیټ: ابراهیم صافی
نور راوښيه