بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د قاچاقي تللو په اړه کابل ښاریان څه وایي؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې یې نوي کسان یوازې د انساني قاچاق په تور نیولي دي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د تېرو کلونو په پرتله په دې وروستیو کې په افغانستان کې انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه زیات شوي دي وېډیو او اېډېټ:ابراهیم صافی