د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د شوکدر په مونډۍ کې د افغان کډوالو په ړنګ کړل شوي یوه پنډغالي کې د هلکانو او نجونو دوه ښوونځي هم تړل شوي دي.
په ایران کې د ډېسمبر له ۲۸مې راهیسې حکومت ضد مظاهرې روانې دي. په ۲۰۰۹کال کې هم د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو پر ضد هلته مظاهرې شوې وې، خو اوسنۍ هغه د پخوا پرتله په جغرافیايي توګه زیاتې پراخې دي. په ویډیو کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۷ کال مظاهرې پرتله شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نېکي هېلي وايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د پاکستان دوه مخې پاليسي د منلو نه ده. اسلام اباد بيا وايي چې د ترهګرۍ پر ضد يې صادقانه کار کړی دی.
په بلوچستان اسامبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عبدالمجید خان اڅکزي ویلي دي چې د صوبې په زندان کې له قیدیانو سره سم چلند نه کېږي.
مینه ۱۱ کلنه ماشومه ده چې په زندان کې زېږېدلې ځکه چې مور یې د وژنو او غلا په تور په ټول عمر بند محکومه ده. د مینې کیسه د امریکا غږ ویبپاڼې په دې ویډیو کې وګورئ.
کابل د هغه نندارتون کوربه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو له فعالیتونو څخه یې تصویرونه نندارې ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې نېږدې ۲۰۰ تصویرونه په بابر بڼ کې نندارې ته وړاندې شوي. سباوون کاکړ په دغه راپور کې تاسو تصویري دغه نندارتون ته بیایي.
د هلمند ولایت د لښکرګاه په وروستي برید کې چې ټول تلفاتيې ۳۳ تنه وو، ویل کېږي ډېر ملکي کسان زیانمن شوي دي.
په کابل کې د امریکا د جمهور رئیس د هغه پرېکړې په غبرګون کې مظاهر وشوه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده. همدغه راز په فلسطین او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د امریکا د ولسمشر د دی پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې.
لاندی چې په سړو کې يې اکثره پښتانه کوي. خو دا د ښارونو په پرتله په کلیوالو سیمو کې زیات کېږي.
نور راوښيه