ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای؟ بزکشي د افغانستان داسې یوه لوبه ده چې په شمالي ولایتونو کې ډېره دود ده. خو مینه وال یې په نورو ولایتونو کې هم شته. په دې تصویري راپور کې تاسي د بزکشۍ میدان ته بیایو او دا هم درته وایو چې ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای.
د پنجاب په قصور کې د یوې ماشومې زینبې د وژنې پرضد په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالانو او د ماشومانو د حقونو مبارزه کوونکو د چهارشنبې په ورځ مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې په دې پېښه کې ککړ کس دې په لويه لار کې زندۍ کړل شي. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د خټو د پراخو سیلابونو له کبله ۱۷ کسان وژل شوي او اته نور لادرکه دي.
د روسیې په مخاچکلا کې هغه موټر چلوونکي ته د حج لپاره پېسې راټولې کړل شوې چې په خپل بس کې هره جمعه مسافر وړیا وړي. عبدالمجید چوپالیېف دا خیراتي کار دوه کاله وړاندې پیل کړی دی. جوړونکې: انیسه اجمل
د یکه غونډ نهر تر غاړې مېشت افغان کډوال وایي چې حکومت دې دغه نهر پاک کړي، ځکه چې له کورونو سره یې ځای...
په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.
بلخ د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې یو شمېر لرغوني اثار لري. دا ولایت د پخواني تمدن او اسلامي تهذیب څلي او ودانۍ هم لري چې په کې د نهو ګنبدونو جومات "مسجد نه ګنبد" هم شامل دی. دا جومات د نړۍ له پخوانیو ودانیو یو ګڼل کېږي، خو یو راز هم لري چې لرغونپوهان یې د معلومولو هڅه کوي. په دې اړه ویډیو وګ
د لغمان ولایت قرغهیي ولسوالۍ یوه سمسوره ولسوالۍ ده، بزګر یې تل له خپلو کرنیزو توکو د ژوند بېړۍ روانه کړې.
د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د شوکدر په مونډۍ کې د افغان کډوالو په ړنګ کړل شوي یوه پنډغالي کې د هلکانو او نجونو دوه ښوونځي هم تړل شوي دي.
په ایران کې د ډېسمبر له ۲۸مې راهیسې حکومت ضد مظاهرې روانې دي. په ۲۰۰۹کال کې هم د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو پر ضد هلته مظاهرې شوې وې، خو اوسنۍ هغه د پخوا پرتله په جغرافیايي توګه زیاتې پراخې دي. په ویډیو کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۷ کال مظاهرې پرتله شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نېکي هېلي وايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د پاکستان دوه مخې پاليسي د منلو نه ده. اسلام اباد بيا وايي چې د ترهګرۍ پر ضد يې صادقانه کار کړی دی.
نور راوښيه