په بلوچستان اسامبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عبدالمجید خان اڅکزي ویلي دي چې د صوبې په زندان کې له قیدیانو سره سم چلند نه کېږي.
مینه ۱۱ کلنه ماشومه ده چې په زندان کې زېږېدلې ځکه چې مور یې د وژنو او غلا په تور په ټول عمر بند محکومه ده. د مینې کیسه د امریکا غږ ویبپاڼې په دې ویډیو کې وګورئ.
کابل د هغه نندارتون کوربه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو له فعالیتونو څخه یې تصویرونه نندارې ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې نېږدې ۲۰۰ تصویرونه په بابر بڼ کې نندارې ته وړاندې شوي. سباوون کاکړ په دغه راپور کې تاسو تصویري دغه نندارتون ته بیایي.
د هلمند ولایت د لښکرګاه په وروستي برید کې چې ټول تلفاتيې ۳۳ تنه وو، ویل کېږي ډېر ملکي کسان زیانمن شوي دي.
په کابل کې د امریکا د جمهور رئیس د هغه پرېکړې په غبرګون کې مظاهر وشوه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده. همدغه راز په فلسطین او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د امریکا د ولسمشر د دی پرېکړې پرضد مظاهرې وشوې.
لاندی چې په سړو کې يې اکثره پښتانه کوي. خو دا د ښارونو په پرتله په کلیوالو سیمو کې زیات کېږي.
ټاکل شوې ده د نومبر په دوويشتمه نېټه د ملګرو ملتونو د جنګي جرایمو محکمه د بوسنيا د سرب جنرال راتکو ملاديڅ په اړه پرېکړه واوروي. ملاديڅ په ۱۹۹۵م کال کې په سربرنيڅه کې د مسلمانو هلکانو او سړو د ټولوژنې مشري کړې وه. په همدې ټولوژنه کې د منيره صاليحوويڅ مېړه او زامن هم وژل شوي وو.
«د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ازادي راډيو یوه ځانګړې خپرونه» د کندهار ښار یو شمېر ماشومان د ماشومانو د ورځې په مناسبت داسې خپل نظرونه ازادي راډیو سره شریک کړل.
وسلهوالو طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر ۱۵ امنیتي پوستو حملې کړې دي. د کندهار میوند ولسوالۍ له هلمند ولایت سره پر پوله پرته ده چې ډېر کله وسلهوال طالبان له هلمند څخه پر دغې ولسوالۍ حملې کوي.
نور راوښيه