د فوټبال نړۍ پیژندل شوي ستوري نیمار بارسلونا پرېښوده او پاریس ته ولاړ. هغه له بارسلونا څخه په ۲۶۳ میلیونه ډالرو اخیستل شوی. نیمار د جمعې په ورځ پاریس ته ولاړ او تمه ده د فرانسې د فوټبال لیګ یوه مخکښ ټیم پاریسنټ جرمن ته د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې لوبې وکړي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي رپوټ جوړ کړی
په دې وروستیو کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د ښار یو شمېر نېږدې څنډې څه باندې ۱۰ ورځې د وسلهوالو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهدې وې، خو د دغې جګړې ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېدلی دی. ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
سږ کال په کندهار کې د توتو حاصلات دوه برابره زیات او د طبیعي افتونو څخه خوندې وو.
د افغانو نجونو روباټيک ټيم د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د روباټ سياليو په يوه برخه کې د سپينو زرو مډال واخيست او دا مډال هغو ستونزو ته په کتور ورکول کېده چې پر ستونزو سربېره د سيالۍ ګډونوالو وکړای شو يو بريالی روباټ جوړ کړي. راپور او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير
د اوکرایین له ختیځ نه په تېرو دریو کلونو کې راستنیدونکو ۵۰۰ سرتیرو ځانوژنه کړې ده. اوکراییني چارواکي وايي یو – دریمه برخه سرتیري یې"له جګړو وروسته د رواني فشار " له ناروغۍ رنځ وړي او ډېرو یې په همدې سبب ځانوژونه کړې ده. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د يوې افغانې جوړې داسې واده چې لسګونو نجونو يې ته کار زمینه مساعده کړې. د خیاطۍ دغه دستګاه د عارفې او علي زاده د واده په لومړۍ ورځ پرانېستل شوه.
د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد د تېرې ورځې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۳ وسلهوال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي.
دوی وایی، نواز شریف دې په دې خاطر استعفا وکړي جې د کورنۍ څو غړي په مالي فساد تورن شوي دي.
نجلۍ له یو ګیتار سره - یاسمین د کابل په کوڅو کې ژاولي پلوري او ګیتار زده کوي. ویډیو د ولي سباوون
ښايستې واعظ فکر کاوه چې لکه ډېری افغانې نجونې، په کم عمر کې به يې واده وشي او د کورنۍ مسئوليت به يې پر اوږو ولويږي خو په اتلس کلنۍ کې د ښايستې له پيلوټۍ سره مينه پيدا شوه او هغه وخت دا پوه شوه چې ژوند يې بې مانا نه دی. راپور او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير ويډيوګرافي: ولي سباوون او Dreams Soar
د افغاني سري میاشتې ټولنه وایي، د ۱۰۷ هغه ماشومان لپاره چې زړونه یې سوري دي په هېواد کې دننه او بهر د درملنې زمینه برابروي. دغه ټولنه وایي، د یادو ماشومانو په درملنه به درې لکه او ۲۱ زره ډالر لګښت راشي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
د دمبورې دوه ورځنی فسټیوال په بامیان ولایت کې پیل شو. دې فسټیوال ته د افغان سندرغاړي استاد وحید قاسمي په مشرۍ تیارۍ بشپړې شوې وې.
نور راوښيه