فرهاد په سربيا کې د پناه غوښتونکو په کمپ کې اوسي. فرهاد انوري هغه افغان کډوال دی چې د کوچني پیکاسو نوم ورکړل شوی دی. ده د چارشنبې په ورځ د سربیا په پلازمینه بلګراد کې خپل انځورونه او اخیستل شوي عکسونه نندارې ته وړاندې کړل. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير
د پاکستان مخکیني صدراعظم د فساد په یوه قضیه کې تر محکومېدو وروسته له خپلې دندې استعفی وکړه او د مسلم لیګ ن ګوند بل غړی شاهدخاقان عباسي د موقت صدراعظم په توګه انتخاب شو.
محمد اکرام تازه د ځوانۍ عمر ته رسیدلی و چې ډارونکو څپو یې ژوند ور تریخ کړ. د هغه په بدن کې د فلجېدو نښې ښکاره شوې هغه ناروغي چې درې نور وروڼه یې هم په همدې عمر کې پرې اخته شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره نن (شنبه) په تهران کې وکتل. دا کتنه د ايران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د لوړې تر مراسمو وروسته وشوه. حسن روحاني دوې مياشتې مخکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تر بيا وروسته د دويمې دورې لپاره د ايران ولسمشر شو.
د فوټبال نړۍ پیژندل شوي ستوري نیمار بارسلونا پرېښوده او پاریس ته ولاړ. هغه له بارسلونا څخه په ۲۶۳ میلیونه ډالرو اخیستل شوی. نیمار د جمعې په ورځ پاریس ته ولاړ او تمه ده د فرانسې د فوټبال لیګ یوه مخکښ ټیم پاریسنټ جرمن ته د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې لوبې وکړي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي رپوټ جوړ کړی
په دې وروستیو کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د ښار یو شمېر نېږدې څنډې څه باندې ۱۰ ورځې د وسلهوالو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهدې وې، خو د دغې جګړې ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېدلی دی. ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی
سږ کال په کندهار کې د توتو حاصلات دوه برابره زیات او د طبیعي افتونو څخه خوندې وو.
د افغانو نجونو روباټيک ټيم د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د روباټ سياليو په يوه برخه کې د سپينو زرو مډال واخيست او دا مډال هغو ستونزو ته په کتور ورکول کېده چې پر ستونزو سربېره د سيالۍ ګډونوالو وکړای شو يو بريالی روباټ جوړ کړي. راپور او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير
د اوکرایین له ختیځ نه په تېرو دریو کلونو کې راستنیدونکو ۵۰۰ سرتیرو ځانوژنه کړې ده. اوکراییني چارواکي وايي یو – دریمه برخه سرتیري یې"له جګړو وروسته د رواني فشار " له ناروغۍ رنځ وړي او ډېرو یې په همدې سبب ځانوژونه کړې ده. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د يوې افغانې جوړې داسې واده چې لسګونو نجونو يې ته کار زمینه مساعده کړې. د خیاطۍ دغه دستګاه د عارفې او علي زاده د واده په لومړۍ ورځ پرانېستل شوه.
د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد د تېرې ورځې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۳ وسلهوال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي.
دوی وایی، نواز شریف دې په دې خاطر استعفا وکړي جې د کورنۍ څو غړي په مالي فساد تورن شوي دي.
نور راوښيه