امریکایي سناتور جان مککين وايي، په افغانستان يا په سيمه کې بل هر ځای سوله د پاکستان له ښکېلتيا پرته شونې نه ده. د موضوع په اړه د ملالۍ بشير راپور
په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته په لسګونه کیلومتره سرکونه قیر شوي و خو اوس بېرته کنډ او کپر دي. ویډیو روح الله انوري او ایډیټ ابراهیم صافی
وروسته له هغه چې فرانسوي چارواکو په دغه هیواد کې په کالې سیمه کې د پناه غوښتونکو مرکز بند کړ، په دې ځای کې اوس هم پناه غوښتونکي شته چې ډېری يې افغانان، سوډانیان او ايتوپيايان دي. ملالۍ بشير راپور وړاندي کوي.
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ وايي: موږ نه غواړو په افغانستان کې بيرته جنګي ماموریت ته لاړ شو خو د روزنې، ملاتړ او سلا ورکولو په برخه کې د ځواکونو د دقيق شمېر په اړه فکر کوو.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وایي پنځه زره ماین پاکان په دریو کلونو کې وژل شوي دي. د ماین پاکانو وژل کېدل او د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې افغانستان تر ډېر وخت له ماینونو پاک نه شي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د مهاجرينو نړيواله ورځ سږ کال د کوټې په معلوماتي ټکنالوژۍ او انجنیرۍ (BUITEMS) پوهنتون کې د مهاجرينو د مطالعاتو په تازه پرانيستل شوي مرکز کې ولمانځل شوه.
عبدالله العمري د نړۍ بیلابیل مشران د پناه غوښتونکو په څېر په ځینو عادي کارونو کې انځور کړي دي. عبدالله العمري دا انځورونه ازادي راډیو ته استولي او دا دی صفي الله ستانکزي پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
پر افغان تولیداتو بار لومړنی الوتکه د حامد کرزي له نړیواله هوايي ډګره د هند پر لور والوته. په دغه هوايي کارګو کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت شپېته ټنه د دغه هېواد کرنیز محصولات شامل وو. د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ د هند او افغانستان د دغه هوايي دهلیز په پرانیست غونده کې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وویل چې په دې سره به ګڼې سوداګریزې او ترانزیتي ننګونې په فرصتونو بدلې کړي.
په فراه ولایت کې سږ کال د هندوانو حاصلات زیات شوي دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي چې هره ورځ د دغه ولایت څخه کابو ۳۰ ټنه هندوانې د افغانستان نورو ولایتونو ته ځي.
په کندز ښار کې لسګونه ماشومانو د پلاسټیکي ټوپکونو او چاودیدونکي توکو د واردېدلو پر وړاندې یو کمپاین وکړ چې د ماشومانو د لوبو د وسایلو تر نوم لاندې له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته را واردېږي. ویډیو اجمل ارین او ایډیټ ابراهیم صافی
په لندن کې د استوګنې په يوه ودانۍ کې اور ولګېد چې له کبله يې تر اوسه د ۱۷ کسانو د مړينې خبر ورکول شوی دی. يو شمېر کسان اوس هم ورک دي. په دې اړه د ملالۍ بشير راپور دلته وګورئ.
نور راوښيه