ښايستې واعظ فکر کاوه چې لکه ډېری افغانې نجونې، په کم عمر کې به يې واده وشي او د کورنۍ مسئوليت به يې پر اوږو ولويږي خو په اتلس کلنۍ کې د ښايستې له پيلوټۍ سره مينه پيدا شوه او هغه وخت دا پوه شوه چې ژوند يې بې مانا نه دی. راپور او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير ويډيوګرافي: ولي سباوون او Dreams Soar
د افغاني سري میاشتې ټولنه وایي، د ۱۰۷ هغه ماشومان لپاره چې زړونه یې سوري دي په هېواد کې دننه او بهر د درملنې زمینه برابروي. دغه ټولنه وایي، د یادو ماشومانو په درملنه به درې لکه او ۲۱ زره ډالر لګښت راشي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
د دمبورې دوه ورځنی فسټیوال په بامیان ولایت کې پیل شو. دې فسټیوال ته د افغان سندرغاړي استاد وحید قاسمي په مشرۍ تیارۍ بشپړې شوې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پولنډ خلکو ته د جولای په شپږمه په وارسا کې خبرې وکړې. ترجمه او ويډيو اډيټ: ملالۍ بشير
امریکایي سناتور جان مککين وايي، په افغانستان يا په سيمه کې بل هر ځای سوله د پاکستان له ښکېلتيا پرته شونې نه ده. د موضوع په اړه د ملالۍ بشير راپور
په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته په لسګونه کیلومتره سرکونه قیر شوي و خو اوس بېرته کنډ او کپر دي. ویډیو روح الله انوري او ایډیټ ابراهیم صافی
وروسته له هغه چې فرانسوي چارواکو په دغه هیواد کې په کالې سیمه کې د پناه غوښتونکو مرکز بند کړ، په دې ځای کې اوس هم پناه غوښتونکي شته چې ډېری يې افغانان، سوډانیان او ايتوپيايان دي. ملالۍ بشير راپور وړاندي کوي.
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ وايي: موږ نه غواړو په افغانستان کې بيرته جنګي ماموریت ته لاړ شو خو د روزنې، ملاتړ او سلا ورکولو په برخه کې د ځواکونو د دقيق شمېر په اړه فکر کوو.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وایي پنځه زره ماین پاکان په دریو کلونو کې وژل شوي دي. د ماین پاکانو وژل کېدل او د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې افغانستان تر ډېر وخت له ماینونو پاک نه شي. صفي الله ستانکزي په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د مهاجرينو نړيواله ورځ سږ کال د کوټې په معلوماتي ټکنالوژۍ او انجنیرۍ (BUITEMS) پوهنتون کې د مهاجرينو د مطالعاتو په تازه پرانيستل شوي مرکز کې ولمانځل شوه.
عبدالله العمري د نړۍ بیلابیل مشران د پناه غوښتونکو په څېر په ځینو عادي کارونو کې انځور کړي دي. عبدالله العمري دا انځورونه ازادي راډیو ته استولي او دا دی صفي الله ستانکزي پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
نور راوښيه