د روسیې د بلشوېک انقلاب ۱۰۰ کاله. دا هغه انقلاب وو چې شوروي اتحاد یې جوړ کړ چې بیا تر ۱۹۹۱کاله قایم وو. په دې ویډیو کې مو د انقلاب د وخت ځېنې فلمونه یو ځای کړي.
د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسلهوالو حمله کوونکو له حملې څو ساعته وروسته بېرته خپرونې پیل کړې. د شمشاد ټلوېزیون مسؤلانو لا تر اوسه د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نهدي ورکړي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس وايي، د شمشاد تلوېزوین زیاتې برخه تصفیه شوې ده. ویډیو: سباوون کاکړ او تمیم اخګر ایډیټ: تمیم اخګر
اسلام اباد له واشنګتن سره یو شمیر اختلافاتو ته اشاره کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیواد یې په یو شمیر مواردو کې د امریکا له متحد ایالتونو سره همنظره نه دی.
جارجیا هم د پښتونخوا او افغانستان په څېر سمسور غرونه لري چې په کې په ژمي کې ډېره واوره کېږي. شپانه هر کال په غرونو کې خپلې رمي پیايي، خو تر ژمي مخکې له غرونو روانېږي. دوی چېرې ځي؟ د دې ځواب په انځوریزه ویډیو کې.
د کندهار له زندانه د ولسمشر غني د ۳ فرمانونو پر اساس، د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۶۲ بندیان ازاد او د ۱۹ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی
په ارزګان کې د انتخاباتو بهیر هم له سهار ۷ بجو پیل شوی و
د افغانستان د ولسمشر په ځانګړي فرمان يو درې کسيز پلاوى کوټې ته تللى او هلته يې د پښتو نوميالي ليکوال او فوکلوريسټ پوهاند سيال کاکړ ته د علامه سيدجمالدين افغان دولتي مډال وړاندې وړاندې کړ او له هغه سره يې يوه اندازه نقدي مرسته وکړه.
په کونړ کې یوه مېرمن خلک رای اچونې ته هڅوي
د کابل په کارته سخي سیمه کې انتخاباتي بهیر
په فاریاب کې انتخاباتي بهیر روان دی او خلک خپلې رائ کاروي.
د بغلان په پلخمري کې هم خلک د رایو صندوقونو ته ورځي او خپلې رای کاروي.
نور راوښيه