اسلام اباد له واشنګتن سره یو شمیر اختلافاتو ته اشاره کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیواد یې په یو شمیر مواردو کې د امریکا له متحد ایالتونو سره همنظره نه دی.
جارجیا هم د پښتونخوا او افغانستان په څېر سمسور غرونه لري چې په کې په ژمي کې ډېره واوره کېږي. شپانه هر کال په غرونو کې خپلې رمي پیايي، خو تر ژمي مخکې له غرونو روانېږي. دوی چېرې ځي؟ د دې ځواب په انځوریزه ویډیو کې.
د کندهار له زندانه د ولسمشر غني د ۳ فرمانونو پر اساس، د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۶۲ بندیان ازاد او د ۱۹ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی. ویډیو: محمد صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی
په ارزګان کې د انتخاباتو بهیر هم له سهار ۷ بجو پیل شوی و
د افغانستان د ولسمشر په ځانګړي فرمان يو درې کسيز پلاوى کوټې ته تللى او هلته يې د پښتو نوميالي ليکوال او فوکلوريسټ پوهاند سيال کاکړ ته د علامه سيدجمالدين افغان دولتي مډال وړاندې وړاندې کړ او له هغه سره يې يوه اندازه نقدي مرسته وکړه.
په کونړ کې یوه مېرمن خلک رای اچونې ته هڅوي
د کابل په کارته سخي سیمه کې انتخاباتي بهیر
په فاریاب کې انتخاباتي بهیر روان دی او خلک خپلې رائ کاروي.
د بغلان په پلخمري کې هم خلک د رایو صندوقونو ته ورځي او خپلې رای کاروي.
په کویټه ښار کې په یوه چاودنه کې د شپږو کسانو وژنه، په چین کې د کمیونیست ګوند تر ټولو لویه ناسته او د موږکانو د سندرو په اړه جالب معلومات دا ټول خبرونه د ازادي راډيو په دې تصویري ټولګه کې کتلی شئ. دا خبرونه د شپې په اتو بجو د پیشګام په ټلویزیون هم کتلی شئ
د افغانستان د کورنیو چار وزارت تائید کړه چې په ګردېز ښار کې نن د وسله والو طالبانو په برید کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپيان دي. عکسونه له پکتیا محمد داوود تپان رالیږلي.
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي دي.د هلمند چارواکي وايي، یاد عملیات به تر هغه روان وي چې نادعلي په بشپړ ډول تصفیه شوي نه وي.
نور راوښيه