د اروپا ۲۰۱۶ نړیوال جام د پرانیستنې مراسم او د فرانسې او رومانیا تر منځ لوبه په انځورونو کې
د "محمد علي کلې" د خښولو د مراسمو وروسته غونډې انځورونه
د اروپايي لیګ د سږني فصل د وروستۍ مسابقې لپاره د لېورپول وروستی تمرین د دغه انګلیسي کلب د نن شپې د مسابقې سیال د هسپانیا سیویا دی، هغه چې ټیم په تېر فصل کې یې اتلولي وګټله او اوس غواړي چې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي. جزئيات له عصمت څاروان نه واورئ
په افغانستان کې د ګرجستان د پوځيانو نوى ماموريت پيل شو. ګرجستان تر امريکا وروسته دويم هېواد دى چې په افغانستان کې دا مهال زيات سرتېري لري. فرشته جلالزۍ راپور لري
د کابل-کندهار پر لویې لارې د ټکر له امله ټپيان شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي دغه پېښه چې د یکشنبې په ورځ رامنځته شوه څه د پاسه ۷۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. وېډیو: محمد صادق رښتینی
په کندهار کې معلولین د باسکټبال یو ټیم لري چي هره ورځ د دې لوبې تمرین کوي. د معلولینو دغه ټيم تېر کال د افغانستان په کچه درېیم مقام ګټلی و. وېډيو: محمد صادق رېښتینی
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې حمله انتحاري وه او له چاودیدونکو موادو څخه د یوه ډک موټر په وسیله شوې ده.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سولې د خبرو نتیجو ته خوشبینه دي او زیاتوي چې په دې هدف به د حکومت پيل شوې هڅې ځای ونیسي. یو شمېر نور بیا د افغانستان د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان رول مهم بولي او وایي، د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په اړه پر پاکستان فشار راوړي.
زرګونو کسان د يونان په ايډوميني کمپ کې بند پاته دي. دغه کمپ له مقدونيه سره پر پوله جوړ شوی دی او اوس د پناه غوښتونکو پر مخ تړل شوی دی. په دغو پناه غوښتونکو کې افغانان هم شته چې په اروپا کې يې د قبولېدو امکان کم دی. دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي . ملالۍ بشیر پرې تفصیل وړاندې کوي
د ازبکستان بابر نړیوال بنسټ هڅه کوي څو په افغانستان کې د ترک تبارانو ټولې تاریخي بناوې بیاورغوي. د بابر نړیوال بنسټ رئیس ذاکر جان مشرب اف هرات ولایت ته په خپل سفر کې وویل چې په پام کې لري څو د امیر شیر علی نوايي د مقبرې شاوخوا ته پارک جوړ کړي. هغه وویل چې دغه پروګرام یې د افغانستان د اطلاعاتو او کلت
د یوونتوس او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې به نن شپه د یو بل په وړاندې لوبه وکړي او د یوونتوس روزونکی تمه لري چې مېلمه لوبډلې ته ماته ورکړي. دغه راز، د ارسنال روزونکی ارسن ونېګر وايي له کور دننه لوبو څخه آسانه دا ده چې له بارسلونا لوبډلې سره لوبه وکړو. ازادي سټډیو
افغان حکومت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي. د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه غوښتنه د سې شنبې په ورځ په کابل د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې:ویډیو:الیاس صالح
نور راوښيه