"ملګري ملتونه دې افغان ځواکونه له یوه بدنامه لېسته وباسي"
افغان حکومت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي. د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه غوښتنه د سې شنبې په ورځ په کابل د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي څخه د ګډ مطبوعاتي کنفراس پرمهال وکړه. ویډیو:الیاس صالح