په راپور کې مو واورېدل چې ولسمشر حامد کرزی وايي؛ د متقاعد ولسمشر په توګه به په همدې خاوره کې ژوند کوي. په پام کې ده چې منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی...
د ارګ ماڼۍ وایي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې اوس په کابل کې دی نن سهار له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او د انتخاباتو په سر په راولاړی شوې لانجې یې ورسره خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده، جمهور رییس کرزی نن محمد یونس قانوني د خپل لومړي مرستیال په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي.
افغان ولسمشر حامدکرزی د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ولسمشر ویاند اېمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ښاغلي کرزي د ترکیې له ولسمشر او صدراعظم سره په جلاجلا غونډو کې خبرې وکړې او همدا راز د دریو واړو هېوادونو دفاعي او امنیتي چارواکو هم له یو بل سره کتلي دي.