افغان ولسمشر حامدکرزی د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ولسمشر ویاند اېمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ښاغلي کرزي د ترکیې له ولسمشر او صدراعظم سره په جلاجلا غونډو کې خبرې وکړې او همدا راز د دریو واړو هېوادونو دفاعي او امنیتي چارواکو هم له یو بل سره کتلي دي.
افغان چارواکو مخکې ویلي و، چې د انقرې په سرمشریزه کې به د ملي امنیت پر رییس اسدالله خالد د حملې په اړه معلومات چې د افغان چارواکو په وینا د پاکستان په کوټې ښار کې پلان شوې وه، پاکستاني چارواکو ته وسپاري.
پردې ټولو موضوعاتو احمدتکل د ولسمشر له ویاند اېمل فیضي سره په مرکه کې خبرې کړې دي.
ښاغلي فیضي د مرکې په پیل کې د دې خبرواترو جزییات بیان کړل: