د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لغمان ولایت یوه داسې اوسیدونکي ته ځانګړې کړې چې؛ ادعا کوي په کابل کې د وژل شوي زوی د وثیقې د جوړولو پسې سرګردانه دی او یوازې د ثبت احوال نفوس په ادارې کې ورته ویل شوي چې د لسو ورځو لپاره یې کار ځنډول شوی دغه خپرونه حمیده هارون عثمان وړاندې کوي.
د انصاف په لټه کې په دې اونیزه خپرونه کې به د هغه سوداګر په اړه واورئ چې؛ ادعا کوي د کندهار د امنیې قومندان عبدالرازق په امر یې ۹ میاشتې په بند کې تیرې کړي او د کندهار د امنیې قومندان ترې څلورنیم لکه ډالره غوښتي.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې د بریښنا په برخه کې د کابل ښاریانو ستونزې څیړو او د یوه داسې کس مسله را اخلو چې وایې د کابل بریښنا له خوا یې د بریښنا بل څو چنده دده له لګښت څخه زیات لیکل شوی .
په دې خپرونه کې یو ځل بیا په افغانستان کې له یوه بهرني لوژستیکي شرکت سوپریم سره د منصور جلال افغاني شرکت ستونزه څیړو
د منصور جلال د لوژستیکي شرکت سلاکار محمد یوسف امین ځاځی وایې چې؛ د سوپریم بهرنی شرکت چې په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو ته اکمالات کوي د منصور جلال له شرکت څخه ۲۲ میلیونه ډالره پوره وړی دی په دې اړه به دې خپرونه کې واورئ.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې به د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي د زده کونکي په اړه واورئ چې؛ له انسان تښتونکو سره د همکاری په تور پرې ابتداییه او استیناف محکمې د بند حکم کړی.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې د یوې پولیسې میرمنې دوسیه څیړل کیږي چې وایې څمکه او پیسې یې مافیا ترې اخیستي ، کور یې وران شوې او وهل ټکول شوې هم ده .
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د لرې پراته ولایت غور یوې داسې کورنی ته ځانګړې شوې چې؛ خپله سیمه یې د وسلوالو زورواکو د جبر له امله پریښي.
په دې خپرونه کې د کابل پوهنتون د یوه ۲۳ کلن محصل دوسیه څیړل کیږي چې؛ دوه کاله یې له وژل کیدو تیریږي خو قاتل ته یې سزا نه ده ورکړ شوې .
د انصاف په لټه کې اونیزه خپرونه د یو شمير اوریدونکو له هغو غوښتنو سره سمه برابره شوې، چې وایې په دې پروګرام کې دې دوسیې د دولتي ادارو تر وروستیو اقداماتو تعقیب شي.
درنو اوریدونکو زموږ همکاري حمیده هارون عثمان په دې خپرونه کې د یوه ترانسپورتي شرکت د یوې مشرې دوسیه څیړلې؛ چې یو میلون ډالره یې زیان کړی او اوس د محاکمو په دهلیزونو کې سرګردانه ده .
په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د نورستان د پولیسو ۲۹ میلیونه افغانی تنخوا لا درکه شوه د نورستان پخوانی والي جمال الدین بدر د دې پیسو د اختلاس په تور ونیول شو؛ خو دی وایي؛ چې له اداري فساد سره د مبارزې د پوځي څارنوالۍ ریس دستګیر
نور راوښيه