د انصاف په لټه کې په دې اونیزه خپرونه کې به د هغه سوداګر په اړه واورئ چې؛ ادعا کوي د کندهار د امنیې قومندان عبدالرازق په امر یې ۹ میاشتې په بند کې تیرې کړي او د کندهار د امنیې قومندان ترې څلورنیم لکه ډالره غوښتي.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې د بریښنا په برخه کې د کابل ښاریانو ستونزې څیړو او د یوه داسې کس مسله را اخلو چې وایې د کابل بریښنا له خوا یې د بریښنا بل څو چنده دده له لګښت څخه زیات لیکل شوی .
په دې خپرونه کې یو ځل بیا په افغانستان کې له یوه بهرني لوژستیکي شرکت سوپریم سره د منصور جلال افغاني شرکت ستونزه څیړو
د منصور جلال د لوژستیکي شرکت سلاکار محمد یوسف امین ځاځی وایې چې؛ د سوپریم بهرنی شرکت چې په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو ته اکمالات کوي د منصور جلال له شرکت څخه ۲۲ میلیونه ډالره پوره وړی دی په دې اړه به دې خپرونه کې واورئ.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې به د یوه ښوونځي د دولسم ټولګي د زده کونکي په اړه واورئ چې؛ له انسان تښتونکو سره د همکاری په تور پرې ابتداییه او استیناف محکمې د بند حکم کړی.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې د یوې پولیسې میرمنې دوسیه څیړل کیږي چې وایې څمکه او پیسې یې مافیا ترې اخیستي ، کور یې وران شوې او وهل ټکول شوې هم ده .
د انصاف په لټه کې دا خپرونه د لرې پراته ولایت غور یوې داسې کورنی ته ځانګړې شوې چې؛ خپله سیمه یې د وسلوالو زورواکو د جبر له امله پریښي.
په دې خپرونه کې د کابل پوهنتون د یوه ۲۳ کلن محصل دوسیه څیړل کیږي چې؛ دوه کاله یې له وژل کیدو تیریږي خو قاتل ته یې سزا نه ده ورکړ شوې .
د انصاف په لټه کې اونیزه خپرونه د یو شمير اوریدونکو له هغو غوښتنو سره سمه برابره شوې، چې وایې په دې پروګرام کې دې دوسیې د دولتي ادارو تر وروستیو اقداماتو تعقیب شي.
درنو اوریدونکو زموږ همکاري حمیده هارون عثمان په دې خپرونه کې د یوه ترانسپورتي شرکت د یوې مشرې دوسیه څیړلې؛ چې یو میلون ډالره یې زیان کړی او اوس د محاکمو په دهلیزونو کې سرګردانه ده .
په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د نورستان د پولیسو ۲۹ میلیونه افغانی تنخوا لا درکه شوه د نورستان پخوانی والي جمال الدین بدر د دې پیسو د اختلاس په تور ونیول شو؛ خو دی وایي؛ چې له اداري فساد سره د مبارزې د پوځي څارنوالۍ ریس دستګیر
په دغه اوونیز پروګرام کې به چې زما همکاره حمیده هارون عثمان یې درته وړاندې کوي تاسو به وویني چې یو کس بې له دې چې دریمه محکمه پرې حکم وکړي نږدې یو کال د هلمند ولایت په بندیخانه کې پروت دی.
نور راوښيه