د کندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پتیال د یکشنبې په ماښام د دغه ولايت په پوهنتون کې د یوه نامعلوم وسله وال په حمله کې ووژل شو .
دافغانستان د پښتو ژبې پيژندل شوې هنرمنده ښاپيرۍ نغمه د ازادۍ راډیو د مشال څانګې په اختریزو خپرونه کې میلمنه وه.
د یوې څیړنې له مخې، د لویدیځې اروپا هېوادونه د ختیځو ګاونډیو هېوادونو په پرتله د روسیې طبیعي غاز د دې هېواد له ګازپروم شرکته په ټیټه بیه پیري.
پردې سربیره چې په هیواد کې د ننه د انتخاباتو ترسره شوې پروسه ستایل شوې، نړیوالو هم دغه پروسه بریالۍ بللې او هغه یې په افغانستان کې د ډموکراسۍ د پیاړوتیا نښه بللې ده.
احسان الله بیات هغه څوک دی چې په افغانستان کې یې د خپلې پانګونې له لارې په سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، ده د اریانا راډیو تلویزیون شبکه فعاله کړې ده
د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د ۱۱ کاندیدانو ترمنځ د مناظرې لومړۍ برخه نن له ازادي راډیو، ملي راډیو تلویزیون او د ازادۍ راډیو له ویبپاڼو په مستقیم ډول خپره شوه.
د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان د تړون د مسودې متن چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په سایټ کې خپور شوی وو:
ويل کيږي سږ کال به په هلمند کې يوځل بيا د کوکنارو کښت زيات وي. والي ولسوالانو ته خبردارى ورکړ؛ که د دوى په ولسواليو کې کوکنار وکرل شي، دوى به له دندې ليرې کړي.
د هالنډ لویې څارنوالۍ د سپټمبر په اتلسمه د پنځو زرو افغانانو نومونه، چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د افغانستان د هماغه وخت د استخباراتي ادارې(اکسا) له لوري وژل شوي وو، څرګند کړل.
افغانستان د هوا د حالاتو وړاندوینه چې، د راتلونکې ۲۴ ساعتونو لپاره د افغانستان د هوا پیژندنې د ریاست د راپور پر اساس جوړ شوی دی. د افغانستان د هوا حالت د لیدلو لپاره مهرباني وکړئ عکس کیکاږئ!
نور راوښيه