د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره شوی


په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره په داسې حال کې چې له ژورنالستانو سره د تاوتریخوالي د زیاتیدو خبر ورکوي له حکومت نه غواړي؛ چې د خبریالانو د امنیت ساتلو لپاره جدي هڅې وکړي.

د دې ادارې د رسنیو د څار مسوول صدیق الله توحیدي د یکشنبې په ورځ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې لپاره په ځانګړې شوې غونډه کې وویل چې؛ د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تیرې کال د همدې مودې په پرتله له خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره ډیر شوی دی.

هغه وویل چې سږ کال یواځې په تیرو څلورو میلادي میاشتو کې دوی سره څلویښت د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوي دي:

"د ۲۰۱۳ میلادي کال له پیله تر اوسه موږ سره د خبریالانو په وړاندې څلویښت قضیې ثبت دي.

په منځنۍ کچه مونږ هره دریو ورځو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه پیښه لرو.

تیر کال مونږ سره تر دې دمه شل قضیې ثبت وې چې سږکال تر دې میاشتې ډيروالی ښيي او دا د دې ښکارندويي کوي چې له خبریالانو نه له ملاتړ او د خبریالانو د قانون سره سره دوی بیا هم له ستونزو سره مخ دي."

د توحیدي په خبره خبریالانو سره دغه تاوتریخوالي په ډیرو مواردو کې د حکومتي چارواکو او زورواکانو لخوا شوي دي.

په ورته وخت کې د ژورنالستانو د ملي اتحادیې مشر عبدالحمید مبارز هم د هیواد په یو شمیر سیمو په خاصه توګه لیرې پرتو سیمو کې د خبریالانو په وړاندې د امنیتي ستونزو له امله اندیښنه څرګنده کړه.

هغه له حکومت نه وغوښتل چې د خبریالانو په وړاندې د امنیتي ستونزو مخه ونیسي او د هغوی امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

"هغه څه چې زمونږ د اندیښنې وړ دي او په کلکه یې غندو دادي چې کله یو خبریال سره تاوتریخوالی کیږي نو عاملین یې هیڅ یو هم نه دي محاکمه شوي.

تر اوسه هیچا سزا نه ده لیدلې، او تر اوسه مو هیڅ داسې کس نه ده لیدلی چې یو خبریال دې وهلی وي او بیا دې سزا ورکړل شوې وي."

خو د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي چې په تیرو کلونو کې یې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره هڅې کړې دي.

د دې وزارت د نشراتو مرستیال مبارز راشدي چې د یکشنبې په ورځ د مطبوعاتو ورځې د نمانځلو په هکله جوړې شوې غونډې ته راغلې وو وویل چې په تیرو څو کلونو کې د هیواد رسنیو د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

خو هغه وویل چې لا هم په هیواد کې ځینې ستونزې شته او رسنۍ باید د دیموکراسۍ فرهنګ د راوستلو او بیان آزادي لپاره نورې هڅې هم وکړي.

د مې دریمه نیټه چې د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده، د نۍ ادارې لخوا د یکشنبې په ورځ ونمانځل شوه.

د نې ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې څلور دیرش تنه خبریالان وژل شوي چې دولس تنه یې بهرنیان وو.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG