نور محمد وايي چې د تیږو نه جوړ شوي توکي موږ نه له کمپنۍ نه رانیسو او دلته يي زموږ نمایندګي ده چې دلته يي موږ خرڅوو، تیږي يي په هلمند کې جوړیږي.
زبتو خان چې په غزني ولایت کې د کوچیانو د امریت امر دی، د کوچیانو ستونزو ته په اشاره وايي، چې په دې سیمه کې کوچیان له زده کړې او روغتیايي اسانتیاوو څخه بې برې دي.
د شاولي په نامه یو کوچي وايي، چې په ځینو برخو کې د ده شینو له ژوند څخه د کوچیانو ژوند ښه دی، دا چې څنګه دی وايي:
د عبدالرحمن په نامه د یوې دولتي ادارې موټر چلوونکی، چې دفتر ته ناوخته رسیدلی او په دفتر کې یې مشر ورباندې شور کړی د ده د ځنډېدو په اړه وايي:
یو افغان بې ځایه شوی وايي، چې له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسیږي له ګڼو ستونزو سره مخ دی، دا چې دا ستونزې کومې دي، له ولي خان څخه به یې واور:
د خلیل په نامه یو تن چې د نا امنیو له امله د خپل کور او کلي پرېښودو ته اړ شوی وايي؛ چې که په هېواد کې کراري وي، څوک به حاضر نه شي، چې خپل هېواد پریږدي.
یو ځوان د تذکرې د اهمیت په اړه وايي، چې تذکره د انسان په ورځنې ژوند کې ډېر مهم رول لري، د کار موندلو په وخت کې، که کومې پېښې په وخت او حتی د تالاشۍ په وخت کې هم ورته اړتیا پېښيږي.
دا چې افغانان معمولا په ژمي کې پټوان اغوندي دلته له یوه پټو خرڅوونکي څخه پوښتو چې دا چیرته جوړیږي او له څه نه يي جوړوي؟
تمیم کاکړ یو تکړه ممثل، ویاند او پروګرام چلوونکی دی، کاکړ نرۍ او دنګه ونه لري، خو د فکر خلاف ډډ غږ لري. دی وايي، چې د ملګرو هڅه وه څو دی د پردې پر مخ راڅرګند شو.
د غازي امان الله خان لمسی، چې تر ډېره د قبایلو په مسایلو کې پاتې شوی دی؛ وايي، ډېر خواشینی دی، چې د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره بانډې توغندي راوریږي، خو څوک یې پوښتنه نه کوي.
تکړه ممثل تمیم کاکړ مو دا ځل د ژوند رنګونو کې غږولې دی وايي، اوس زه تصویر ته راوتلی یم او د فلم په دوبله کې کارکووم .
یوه قبایلي قومي مشر پر کونړ د بریدونو په اړه غږیږي او په خپلو کې د دواړو هېوادو چارواکي ملامتوي.
نور راوښيه