حیات الله ستانکزی د کابل پوهنتون د سینما تیاتر د څانګې نه فارغ دی او وايي چې له وړوکوالي سره مې له دې رشتې سره علاقه وه او غوښتل مې چې څنګه د ډرامې یو لوبغاړی شم.
افغانه شاعره فرح ناز سباوون د ژوند په رنګونو کې مرکه راسره لري، دی وايي چې زه د سمنګانو د ولایت د لیکونکو د انجمن غړی یم او زیاتوي چې لږ لږ شعر لیکم...
دا چې سطرنج یوه فکري لوبه ده او ګڼ کسان يي یوه شاهانه لوبه هم بولي ځوان عبدالظاهر ددې لوبې شوقي دی دده نه به زموږ په کړې مرکه کې دا واورو چې له کله راهیسې يي ددې لوبې سره شوق پیدا شوی دی.
یو افغان کډوال وايي چې اوړي کې مو روزګار ښه وي خو په ژمي کې وزګار یو کارونه نشته
نور محمد وايي چې د تیږو نه جوړ شوي توکي موږ نه له کمپنۍ نه رانیسو او دلته يي زموږ نمایندګي ده چې دلته يي موږ خرڅوو، تیږي يي په هلمند کې جوړیږي.
زبتو خان چې په غزني ولایت کې د کوچیانو د امریت امر دی، د کوچیانو ستونزو ته په اشاره وايي، چې په دې سیمه کې کوچیان له زده کړې او روغتیايي اسانتیاوو څخه بې برې دي.
د شاولي په نامه یو کوچي وايي، چې په ځینو برخو کې د ده شینو له ژوند څخه د کوچیانو ژوند ښه دی، دا چې څنګه دی وايي:
د عبدالرحمن په نامه د یوې دولتي ادارې موټر چلوونکی، چې دفتر ته ناوخته رسیدلی او په دفتر کې یې مشر ورباندې شور کړی د ده د ځنډېدو په اړه وايي:
یو افغان بې ځایه شوی وايي، چې له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسیږي له ګڼو ستونزو سره مخ دی، دا چې دا ستونزې کومې دي، له ولي خان څخه به یې واور:
د خلیل په نامه یو تن چې د نا امنیو له امله د خپل کور او کلي پرېښودو ته اړ شوی وايي؛ چې که په هېواد کې کراري وي، څوک به حاضر نه شي، چې خپل هېواد پریږدي.
یو ځوان د تذکرې د اهمیت په اړه وايي، چې تذکره د انسان په ورځنې ژوند کې ډېر مهم رول لري، د کار موندلو په وخت کې، که کومې پېښې په وخت او حتی د تالاشۍ په وخت کې هم ورته اړتیا پېښيږي.
دا چې افغانان معمولا په ژمي کې پټوان اغوندي دلته له یوه پټو خرڅوونکي څخه پوښتو چې دا چیرته جوړیږي او له څه نه يي جوړوي؟
نور راوښيه