دا ځل مو د ژوند په رنګونو کې افغان سندرغاړې ریتا وږمه میلمنه ده دی وايي اصلي نوم مې نیک بي بي ده او د کندهار اوسیدونکې یم د دې په وینا چې د سندرو په برخه استاد ګل زمان ورسره مرسته کړې.
د ژوند رنګونو په دې پروګرام کې د یو ه ټوکر پلورونکي سره مرکه لرو، چې محمد عباس نومیږي او د کابل په کارته نو کې دوکان لري. نوموړی وايي، په دکان کې مې په متر ټوکر زیات خرڅیږي د تیارو جوړو په پرتله .
یوه بنګړېواله چې شاوخوا ۳۰ کاله کیږي بنګړي خرڅوي او خپل کور پرې چلوي. دا وايي، چې له پلورنو ورته دا کسب په میراث پاتې دی، سړي یې زاړه اوسپنې او ټیمان راغونډوي او دوی بنګړي خرڅوي.
ضیاء الدین چې په کابل کې د بنجاري کار کوي، په کابل کې غمي، د ټټرونو فیتي، د ګنډ کالیو فیتې خرڅوي. ضیاء الدین د بنجاري کار ترڅنګ شاعري هم کوي.
یو کبابي مو دا ځل د ژوند په رنګونو کې رامیلمه کړی دی، دی وايي چې چپلي کباب له قیمې او ځیني نورو ډیرو شیانو نه جوړوو.
د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل د خوږ ژبي سندرغاړي بریالي صمدي سره مرکه کړی دی وايي چې ما سندرې له وړوکوالي نه پیل کړي دی وايي چې غزلې مې ډیرې خوښیږي چې ويي وایم.
د ژوند په رنګونو کې مو داځل د موچي سره د زړه خواله لرو او دی وايي چې موچيتوب مې په پیښور کې زده کړی دلته په کابل کې په همدې موچیتوب ژوند تیروو او یوه مړۍ ډوډی پیداکوو.
دا ځل مو د ژوند په رنګونو یو قصاب میلمه دی او دی وايي چې قصابي مې پلرنی کسب دی او دده په وینا قصابي هم هنر دی او زده کول يي اسانه نه دي خو که کوښښ وشي نو ډیر ژر يي سړی په حساب پوهیږي لکه د هر کس ته د هډوکو ویش چې یاید پیرودنکی هم خپه نشي او او ځان ته هم تاوان ونه رسوي.
د کابل ښار په ″پروان دو″ سیمه کې ګڼې خیمې ولاړې دي، د ژوند رنګونه دا خپرونه د یوې کډوالې په اړه ده، چې ښه ژوند لرل یې تر ټولو ښه ارمان دی. دا وايي، چې دوه په ژوند کې څه ونه شو کړای، هیله لري، چې م ...
د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل یو افغان دولتي مامور چې ولي ګل نومیږي میلمه کړی وايي، چې لکه د نورو مامورینو په شان د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې کار کوي او د خپلو مصروفیتونو تر څنګ کوښښ کوي خپلې کورنۍ ته هم ورخت وکړي.
د کابل پوهنتون یو ماسټر عبدالاحد منګل وايي، چې په رښتیا هم پوهنتون یو خوږ محیط لري او هر شیبه یې په زړه پورې ده. د پوهنتون دروې عبدالاحد ته د زده کړې سربیره بله ګټه رسولې ده، هغه داچې په لیلیه یې ...
یو دولتي مامور شیر ګل وايي، چې هر څوک په یو سیسټم پورې اړه لري، کله چې یو سیسټم جوړ شي، نو هغه له قوانیو سره اړه پیدا کوي او د همغو قوانیو له مخې انسانان د کار جوګه کیږي. په هېوادکې دولتي او اداري ...
نور راوښيه