د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل یو افغان دولتي مامور چې ولي ګل نومیږي میلمه کړی وايي، چې لکه د نورو مامورینو په شان د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې کار کوي او د خپلو مصروفیتونو تر څنګ کوښښ کوي خپلې کورنۍ ته هم ورخت وکړي.
د کابل پوهنتون یو ماسټر عبدالاحد منګل وايي، چې په رښتیا هم پوهنتون یو خوږ محیط لري او هر شیبه یې په زړه پورې ده. د پوهنتون دروې عبدالاحد ته د زده کړې سربیره بله ګټه رسولې ده، هغه داچې په لیلیه یې ...
یو دولتي مامور شیر ګل وايي، چې هر څوک په یو سیسټم پورې اړه لري، کله چې یو سیسټم جوړ شي، نو هغه له قوانیو سره اړه پیدا کوي او د همغو قوانیو له مخې انسانان د کار جوګه کیږي. په هېوادکې دولتي او اداري ...
د ژوند رنګونو د خپرونې نننۍ مېلمه په ښځینه بڼ (باغ زنانه) کې یوه دکانداره ده. دغه دکانداره چې نسرین نومیږي او جامې خرڅوي، وايي د دکان ټوله سودا په خپله دا راوړي. مېرمن نسرین وايي، چې دوی ټر ډېره ...
رجب چې په کابل په مارکېټ کې کراچۍ چلوي، وايي، چې په ژوند کې ډېرې ستونزې لري، دايمي کار نه شته. په هېواد کې وروستیو جنګونو له لیک لوست څخه بې برخې کړی دی. رجب وايي، په هغه ورځ یې چې کار ښه وي نو ...
یو ګل پلورونکی مو دا ځل د ژوند په رنګونو کې میلمه دی او نوموړی شخص ډیر خوښ ښکاري او ددې په وینا سر او کار مې له ګلانو سره دی او یو ډول خوشالي احساسوم . دی زیاتوي چې ددې ګلانو په پلورلو سره د ژوند چارې مخته بیایم.
دا ځل مو د ژوند په رنګونو کې په کابل کې د بې ځایه شوي کډوالو څنګ ته راغلو او یوه وړه نجلې چې قلم يي لاس کې دی او لیواله ده چې درس ووايي او د زده کړې اسانتیاوې ورته برابرې شي .
یوه سکهـ پښتون شاعر مو دا ځل د ژوند په رنګونو کې میلمه دی او دی وايي چې زه پښتو شعرونه لیکم او سکهـ دین سره تعلق لرم او نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې له ډیرو ستونزو سره مخ شوی یم او تر ټولو لویه ستونزه خو داده چې هر یو موږ ته وايي چې څه وخت خپل هېواد ته ځی او حال دا چې موږ افغانان یو او دلته پیدا شوی یو.
د خوست له یوې افغانۍ چارواکی مو د ژوند په رنګونو کې میلمنه ده دی په خپله د خوست ولایت د ښځو ریاست یوه کارکوونکي دی وايي په خوست کې د ښځو ستونزې ډیرې دي په تعلیمي برخه کې هم ډیرې دي.
د ژوند په رنګونو کې د یوه ځوان محصل د ژوند خاطرې اورو چې وايي له ملګرو سره مو په میله کې د مستو په کټوه کې د څیرلي سر ننوتو نو موږ څیرلی ذبح کړ او بیا مو وروسته کټوه ماته کړه.
یو شپیلې غږونکی د ژوند په رنګونو کې راسره د زړه خواله کوو او دی وايي چې شپیلې غږول یواځې په شپونتوب پورې منحصره نه ده او هر سړی کولای شي چې شپیلې وغږوي.
د ژوند په رنګونو کې د اور وژنې له یوه کار کونکي سره د زړه خواله لرو چې وايي اور وژنه یو عامه المنفعه کار دی او باید د ټولو همکاري په کې وي او ګټه يي ټولو ته رسیږي.
نور راوښيه